د افغانستان خلكو د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاكنو كې بيا هم د توقع خلاف په پراخه كچه ګډون وكړ، خو اوس سره له دې چې د ټاكنو په اړه د څار خپلواکو ادارو( فيفا، ټيفا او د اروپايي ټولنې څارونكو) دا وار ټاكنې د تېر په نسبت شفافې بولي، بيا هم د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون وروستي ارقام ښيي چې له ۲۵۰۰ څخه زيات د ټاكنيزو تخطيو، درغليو او تخلفاتو په اړه شكايتونه شوي دي.
د افغانستان خلكو د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاكنو كې بيا هم د توقع خلاف په پراخه كچه ګډون وكړ، خو اوس سره له دې چې د ټاكنو په اړه د څار خپلواکو ادارو( فيفا، ټيفا او د اروپايي ټولنې څارونكو) دا وار ټاكنې د تېر په نسبت شفافې بولي، بيا هم د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون وروستي ارقام ښيي چې له ۲۵۰۰ څخه زيات د ټاكنيزو تخطيو، درغليو او تخلفاتو په اړه شكايتونه شوي دي.
د اروپايي ټولنې د ۵۰ څارونكو ډله چې د دوو مياشتو لپاره افغانستان ته د ټاكنيز څار په هدف راغوښتل شوې، وايي دا ځل د رایې ورکولو له ۶۳۳۶ مرکزونو څخه ۶۱۸۴ خلاص پاتې وو چې د تېر دور په نسبت ۱۲ فیصده زیات وو.
د دغې ټولنې د مشر تيجس برمن په خبره په دا ځل ټاكنو كې درغلۍ هم په هغه كچه نه وې چې فكر يې كېده. خو كه وليدل شي پر دغو څرګندونو سربېره هم انتخاباتي شكايتونه ۲۵۵۸ ته رسېږي.
د ټاكنيزو شكايتونو د كمسيون وياند نادر محسني د شكايتونو په اړه وضاحت وركوي او وايي، د وروستيو شكايتونو له جملې ۱۱۰۸ یې د كابل په مركزي دفتر او ۱۵۵۰ یې په ولایتي دفترونو کې ثبت شوي دي. نوموړى دغه راز وايي، په دا وار ټاكنو كې ۹۹۱ شكايتونه داسې دي چې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د كاركوونكو په اړه ثبت شوي.
دى د كانديدانو او چارواكو په اړه شوي شكايتونه هم راشمېري او وايي كمسيون ته يې د شكايتونو د مودې د ضرب الاجل تر پايه ۵۰۷ شکایتونه د حکومتي چارواکو، ۶۶۴ د عبدالله عبدالله او۵۷۳ د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیمونو پرضد رسېدلي دي.
د ټاكنو څارونكي وايي، كه څه هم دا شمېر شكايتونه لوړ دي او د شكايتونو د څېړلو له كمسيون څخه به د څېړنې لپاره ډېر وخت ونيسي، خو ملت دې ته په تمه دى چې اراده يې په سهي شكل تمثيل او كمسيون د شكايتونو په بررسۍ او څېړنه كې له پوره دقت څخه كار واخلي.
په دې برخه كې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د انتخاباتي شکایتونو پر كمسيون غږ كړى چې ثبت شوي شکایتونه په دقت سره د څارونکو په حضور کې وڅېړي.
مدني فعالي ابرارالله ساحل هم وايي، په اوسنيو شرايطو او حالاتو كې د ټاكنيزو شكايتونو د كمسيون مهم كار باید دا وي چې په ډېر دقت سره پاكې او ناپاكې رايې سره بېلې كړي: (( زه دا منم چې ممکن ټاكنې تر تېر ځل شفافې وې، خو اوس چې په دومره شمېر شكايتونه شوي، نو دا ښيي چې يو شمېر بې باورۍ موجودې دي. د دې بې باوريو د له منځه وړو په خاطر بايد كمسيون ډېر دقت وكړي، تر څو د سياسي بې ثباتۍ خوا ته لاره خلاصه نه شي او يو كانديد ته هم د څه ويلو ځاى پاتې نه وي.))
د چارو كارپوه ډاكټر ابراهيم هاشمي بیا وايي، په دا وار ټاكنو كې د كانديدانو تر منځ د بې باورۍ فضا وېرونکې ده، خو د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون د دې ټولو مسايلو د حل کونجي لري او بايد په پوره بې پرېوالي پرېكړه وكړي: (( په وروستيو شكايتونو كې د انتخاباتو پر كمسيون سختې نيوكې شوي، يعنې د كانديدانو لخوا پر دغه كمسيون بې باوري زياته ده، اوس د دې بې باورۍ او د سياسي حالاتو د كنټرول كونجي د شكايتونو له كمسيون سره ده، بايد دا كمسيون سپينې او تورې رايې سره بېلې او خلكو ته يې په ثبوت ورسوي، د کاندیدانو شکونو ته ځواب ووايي او همدا راز د خلكو د رايو په اړه هغه پرېكړه وكړي چې خلكو كړې ده، ځكه ملت د همدې كمسيون پر لور سترګې نيولې دي.))
له بل لوري د شكايتونو د خپلواك كمسيون وياند نادر محسني هم سينه ډبوي چې كمسيون به په پوره دقت او شفافيت د ور رسېدلو شكايتونو څېړنه وكړي او ډېر ژر به تورې رايې له پاكو رايو جلا كړي. محسني وايي، په دې لړ كې يې كمسيون د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو له انتخاباتي ټیمونو غوښتي چې پر دوی د ثبت شویو شکایتونو تر څېړلو وروسته خپلې دفاعیې تر ټاکلي وخته کمسیون ته وسپاري، تر څو دوى غور پرې وكړي او له شكايتونو سره له پرتله كولو وروسته، فيصله پرې وكړي: (( په هغه صورت کې چې زموږ ولایتي دفترونو ته د یوې قضیې په اړه یوه فیصله صادره شي، د قانون له حکم سره سم او د ولایتي کمسیون له اعلان وروسته شكايت كوونكي د استیناف غوښتلو لپاره ۷۲ ساعته وخت لري، څو د هغو قضیو په اړه چې د دوی د قناعت وړ نه دي، د استیناف غوښتنه وکړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


