د غبرګولي په ۲۴مه ) د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو په ورځ( له رایه ورکوونکو سره د کلید مرکې ښيي چې خلکو د دې لپاره په ټاكنو كې برخه نه ده اخستې چې یوازې د جمهور رئیس کرزي ځایناستی وټاکي، بلكې دوى له راتلونكي جمهور رئيس څخه غواړي چې د امنيت د ټینګښت او د دولتي
د غبرګولي په ۲۴مه ) د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو په ورځ( له رایه ورکوونکو سره د کلید مرکې ښيي چې خلکو د دې لپاره په ټاكنو كې برخه نه ده اخستې چې یوازې د جمهور رئیس کرزي ځایناستی وټاکي، بلكې دوى له راتلونكي جمهور رئيس څخه غواړي چې د امنيت د ټینګښت او د دولتي حاکمیت د پراخولو لپاره مټي بډوهي. پوهنې، روغتیا او اقتصادي پرمختیا ته خاصه پاملرنه وکړي، کوکنار او اداري فساد کاملا له منځه یوسي.
جمهور رئيس كرزي چې د واكمنۍ دوره يې بشپړه شوې، د خورا ډېرو پرمختګونو سره سره، تر شا ځینې نیمګړي کارونه پرېښي چې په جدیدت سره بشپړول غواړي.
د روغتیايي خدماتو عرضه کولو چې د اساسي قانون پر بنیاد باید وړیا وي، اوس هم ناروغان د طبي خدماتو ۷۰ په سلو کې لګښت په خپله پرې کوي.
د پوهنې په برخه کې نږدې ۵ ملیونه هغه ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابر دي، د ناامنۍ، کورني تعصب او کمزوري اقتصاد له کبله له زده کړو پاتې دي.
د اداري فساد پراختیا او اوج هغه ناوړه میرات دی چې له کبله یې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې افغانستان د نړۍ د مفسدو هېوادونو په سر کې راځي. د کوکنارو پراختیا او د بدیل کښت ناکامه کېدل او له دې درکه د کورنۍ او بهرنۍ مافیا غوښن کېدل، بل اساسي مورد دی چې افغانستان یې د نړۍ په کچه د بدنامۍ سرحد ته رسولی دی.
د سولې د پروسې ناکامي، د جنګي جنایتکارانو نه محاکمه، ناامني او په ښو وسله او تجهیزاتو د افغانستان د ملي ځواکونو نه سمبالښت، هغه پاتې نور کارونه دي چې خلک یې له راتلونکي جمهور رئیس څخه د بشپړاوي هیلې لري.
د جوزا په ۲۴ له ډېرو هغو کسانو سره چې تر رایه ورکولو وروسته کلید مرکې کړې دي، ټول د پورتنیو غوښتنو تحقیق غواړي.
يوه ټاكنيز مركز ته راغلي ۷۰ كلن حاجي اسحاق چې ګوته يې په رنګ وه او د خپلې خوښې كانديد ته يې رايه وركړې وه، كليد ته وويل، دى هیله لري چې لمسيان يې په هېواد کې دننه زده كړې وكړي او د خپلو سختو ناروغيو درملنه يې هم په كابل كې وشي: ((كه خداى زما په رايه ښه پاچا راولي، نو هیله ده چې ډاکټرانو ته پام وکړي چې د سرطان او زړه مریضان خارج ته لاړ نشي.))
۳۰ كلن احمدالله چې د هلمند د سنګين ولسوالۍ اصلي اوسېدونكى او دم ګړۍ په كابل كې له یوې موسسې سره کار کوي، وايي خپله رايه يې د يو هوسا او امن افغانستان لپاره كارولې ده.
نوموړى وايي، د ده په څېر لسګونه زره مامورين له راتلونكي جمهور رئيس څخه تمه لري چې په سيمو كې به يې امنيت ټينګ كړي او دوى به په ډاډه زړه خپلو كليو ته تګ راتګ وكولى شي:(( موږ په کابل کې بندیان یوو، خپلو سیمو ته نشو تللی، موږ غواړو چې نوی حكومت د حاكميت ساحه کړي، خپلې منطقې ته نشو تلی، لاره کې راته طالبان ناست وي.))
د ننګرهار اوسېدونكى ۴۵ كلن واثق الله بيا وايي، له خپلې ټولې كورنۍ سره يو ځاى يې د دې لپاره د خپلې خوښې كانديد ته رايه وركړه چې له ۵ كلونو راهيسې بندي ورور يې له زندانه راخلاص شي: (( په پلچرخي كې پروت دى، په خداى باور وكړئ چې بې ګناه او معصوم ورور مې و، خو اوس چې هر ځاى ته ولاړ شم خلك رانه تر ۲۰ زرو ډالرو كم رشوت نه غواړي، وايي دومره پيسې راكړه ورور به دې خوشې شي.))
د لوګر اوسېدونكى سيد عارف چې په پل علم كې يې د رايې د يو مركز مخته د خبریال كليد سره خبرې كولې، وايي چې پلار يې د كورنيو جګړو پر مهال وژل شوى او اوس غواړي د ده د خوښې كانديد له بريا وروسته جنګي مجرمين له يوې مخې د عدالت مېز ته راكش كړي:((کرزي صاحب او بشري کمسیون خو جنګی خلک محکمه نه کړل، زما غوندې د ډېرو خلکو، وروڼه، مورګانې، پلاران، او ماشومان ناحقه وژل شوي، هر کو چې ګورې څو نفره په کې وژل شوي، دغه کسان باید محکمه شي.))
په كندوز كې د يو ساختماني شركت مسوول انجنير سبحان الله بيا وايي، د افغانستان لپاره د نوي زعيم ټاكل په دې معنی نه دي چې ملت پر ځان له اوسنيو زيات مفسد خلك حاكم كړي، بلكې د خلكو غوښتنه دا ده چې د جمهور رئيس كرزي پر چوكۍ چې هر څوك كېني، نو تر ده سل چنده ډېر كار وكړي: (( كه راتلونكى حكومت د مشكلاتو سبب كېږي، نا امني ورسره زېاتېږي، له طالبانو سره يې د اوس په څېر خبرې ناكامې وي، نو تر هغې اوسنى حكومت ډېر غوره دى، موږ د يوې سالمې رهبرۍ په رامنځته كولو كې مسوول يوو او نوې كابينه د يوې سالمې رهبرۍ د اداره كولو دنده په غاړه لري.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

