د وري د ۱۶مې نېټې د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته، د دوه مخكښو كانديدانو ((ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني احمدزي)) تر منځ دوهم پړاو ته وتلې ټاكنې د غبرګولي په ۲۴مه د سهار له اووه د مازيګر تر څلورو بجو ترسره شوې.
د وري د ۱۶مې نېټې د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته، د دوه مخكښو كانديدانو ((ډاكټر عبدالله عبدالله او ډاكټر اشرف غني احمدزي)) تر منځ دوهم پړاو ته وتلې ټاكنې د غبرګولي په ۲۴مه د سهار له اووه د مازيګر تر څلورو بجو ترسره شوې.
په دغه تاريخي ورځ د خلكو حضور د تېر په څېر بيا هم له توقع خلاف پورته وو او په ټول هېواد كې د رايو د ۶۳۶۵ مركزونو څخه ۶۱۸۴ یې د رایه ورکوونکو پر مخ پرانستي وو، ۱۴۰ تړلي پاتې وو او له ۴۱ نورو سره د ټاکنو د خپلواک کمسیون اړیکه پرې وه. د ټاكنو د خپلواك كمسيون مشر احمد يوسف نورستاني وویل چې د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو شفاف نتايج وخت ته اړتيا لري او دوى به هڅه وكړي چې له خپلو هر اړخيزو څېړنو وروسته د چنګاښ په ۱۱مه ابتدايي پایلې اعلان کړي.
بيا هم حماسه
د جمهوري رياست د دوهم پړاو انتخاباتو پروسه د ټاكنو د كمسيون مشر احمد يوسف نورستاني او د دارالانشاء د رئيس ضياءالحق امرخیل لخوا پيل شوه. يو ساعت وروسته ډاكټر اشرف غني احمدزى له خپلو پلويانو سره په حبيبيه لیسه او ډاكټر عبدالله په استقلال لېسه كې رایې وكارولې، خو جمهور رئيس کرزي بيا له خپلو مرستيالانو سره د تېر په نسبت په لږ ځنډ اماني ليسې ته ولاړ او هلته يې له رايې وركولو وروسته د خبريالانو پر وړاندې ولس ته په ټاكنو كې د پراخ ګډون بلنه وركړه.
د موسم له پلوه كه څه هم د غبرګولي ۲۴مه ګرمه ورځ وه، خو كليد له بېلابېلو ولایتونو داسې راپورونه ترلاسه كړل چې خلك په ډېره مينه، خوښۍ او اتڼونو راووتي وو او د خپلې خوښې کاندید ته یې په دغه ورځ رایې ورکړې. د ټاكنو كمسيون چارواكي وايي، په دوهم پړاو ټاكنو كې له اووه مليونو زياتو وګړو برخه اخستې وه چې ۶۲ فيصده يې نارينه او ۳۸ فيصده یې ښځې وې.
څرنګوالى او تدابير
امنيتي ځواكونو لکه څنګه چې یې ژمنه کړې وه، په دغه ورځ د خلکو لپاره د رایې ورکولو امنیت ټینګ کړی و. د ملي اردو ستر درستيز جنرال شېرمحمد كريمي وویل چې د دوهم پړاو ټاكنو د امنيت لپاره ۵۹ زره سرتېري په دندو ګمارل شوي وو او ۹ زره نور د تيارسۍ په حالت كې وو.
د دغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي، بيا له ټاكنو يوه ورځ وړاندې رسنيو ته په څرګندونو كې ويلي وو چې په ټول هېواد كې له ملي اردو سره اوږه په اوږه ۱۵۲ زره ملي پوليس هم خپلې دندې سر ته رسوي.
د ټاكنو د پاى په ورځ د كورنيو چارو وزير مطبوعاتي كنفرانس ته وويل، په دوهم پړاو ټاكنو كې له دغه وزارت سره ۱۲۳۰۰ ښځو هم د موقت وخت لپاره د ښځو د مراكزو د امنیت په ټنګښت او د ښځو په تلاشۍ کې مرسته کړې ده.
دغه راز د ټاكنو كمسيون تر انتخاباتو دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د جمهوري رياست دواړو كانديدانو ته يې د ناظرانو ۵۰ زره كارتونه استولي دي. په همدې توګه رسنيو هم د تېر په څېر د ټاكنيزو تخطيو د كنټرول په هدف خپل څار كلك ساتلى و او کلید ګروپ هم شاوخوا ۴۰۰ خبریالان د مرکز کابل په ګډون ولایتونو او ولسوالیو ته استولي وو..
درغلۍ
د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون له دوهم پړاو ټاكنو يوه شپه مخكې اعلان وكړ چې هر څوك كولى شي د رايې اچونې په مركزونو كې روانې درغلۍ په خپلو كامرو او ټليفون كې عكاسي او فلمبرداري كړي.
د كليد ګروپ خبريالان هم په دې برخه كې توانېدلي چې له يو شمېر تصويري او غږيزو ثبوتونو سره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د پراخې درغلـۍ راپورونه ټول كړي. د كليد خبريالانو جمشېد ملكزی او توريالى همت وايي، د ننګرهار په چپرهار، روداتو، ښېوه او دره نور ولسواليو كې فضل هادي مسلميار، حضرت علي، لعل محمد دراني او ګل كريم په درغلیو کې لاس درلود او د یوه ځانګړي کاندید ( ډاکټر عبدالله) په ګټه یې هڅې کړې دي.
توريالى همت د ننګرهار په فارم هډه كې د وزير محمد ګل خان او نجم الجهاد لېسو د رايې اچونې د مركزونو په اړه راپور كې وايي، داسې تقلب كوونكي كسان هم وو چې اووه ځله يې د يو كارت په مرسته رايې وكارولې.
اريا احمدزى بيا د كابل له نهمې ناحيې څخه په خپل راپور كې وویل چې د دغې ساحې مركزونو كې تصويري رسنيو ته اجازه نه وه چې د درغليو په اړه فلم يا تصوير واخلي. نوموړې دغه راز ویل چې د كابل په الفتح لېسه كې امنيتي مسوولينو داسې كسان هم ونيول چې له ګوتو يې رنګ پاك كړى او جعلي كارتونه يې په تكراري ډول د يو مشخص كانديد په ګټه كارول. د كليد بلې خبريالې سهېلا وداع خموش بيا ویل چې د كابل د پلچرخي رايې اچونې مركز هم د كمسيون چارواكو له دې كبله له نهو بجو د مخه بېرته وتاړه چې د ډاكټر عبدالله عبدالله پلويانو غوښتل صندقونه په خپله ډك كړي. فرشته غني بيا راپور ورکړ چې په دشت برچي كې يې د همايون شهيد لېسې په ګډون مراكز وليدل چې اته كلنو او لس كلنو نجونو په كې له كوم بنديز پرته رايې كارولې. د كليد ګروپ بل خبريال فضل هادي حميدي بيا ویل چې د ميدان ښار په جلرېز ولسوالۍ كې يو سړى ونيول شو چې ۱۰۰ جعلي كارتونه يې له ځان سره ساتلي او د يو مشخص كانديد پر پلويانو يې پټ وېشل. دغه راز له بېلابېلو ولایتونو څخه راپورونه ترلاسه شول چې زورواکنو هم په شدت سره پر خلکو فشار راوړی وو چې د یوه مشخص کاندید په ګټه رایې وکاروي، د ټاکنو کمسیون هم دا فشارونه تایید کړې دي او وايي چې دا ځل د تقلب د زغم حوصله نه لري.
شكايتونه
د ټاكنو د خپلواك كمسيون مشر احمد يوسف نورستاني وویل چې د دواړو مخكښو كانديدانو او د هغوى د ټيمونو لخوا ورته د درغليو شكايتونه رسېدلي دي. د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون د دغو شكايتونو رسمي شمېر د ټاكنو په ورځ له غرمې مخکې ۲۴ ښيي، خو وايي د تقلب او درغلۍ په اړه يې ۵۳ ټليفوني اطلاعيې هم ترلاسه كړې دي. د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون چارواكي دغه راز زياتوي چې په دوهم پړاو ټاكنو كې يې له يو شمېر سيمو څخه د حكومتي چارواكو د مداخلې راپورونه هم ترلاسه كړې دي: (( دا شكايتونه به د ثبت له اته څلوېښت ساعته ضرب الاجل وروسته د لسو ورځو په اوږدو وڅیړل شي.)) د كليد راډيو خبريالانو د ټاكنو په ورځ پر ننګرهار سربېره، له باميان، پکتیا، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو څخه د پراخو او پلان شویو درغلیو په اړه هم راپورونه ترلاسه کړي وو.
خلك بيا هم د ګډون لېواله وو
د هېواد ګوټ ګوټ ته د كليد ګروپ استول شوي خبريالان وايي، د جمهوري رياست ټاكنو په دوهم پړاو ټاكنو كې د خلكو ونډه په تاريخ كې سارى نه لري. په خوست ولايت كې د كليد راډيو خبریالان وايي، خوستوال په لومړي پړاو ټاكنو كې په پوره مينه راوتي وو، خو دا ځل يې شمېر او كچه دومره وه چې تر ماسپښين د مخه په ټول خوست كې د رايو د مركزونو پاڼې خلاصې شوې. اسمعيل لاروى بيا له پكتيا ولايت څخه وايي، د سيمې خلكو له څو ورځو راهيسې د ټاكنو د ورځې لپاره شېبې شمېرلې او له خپلې پرېكړې سره سم په پوره اخلاص د رايو تر مركزونو د افغانستان د زعيم ټاكلو پسې راووتل. فضل الهادي حميدي د ميدان وردګو په اړه راپور كې وايي، تر غرمې د خلكو ونډه د پام وړ نه وه، خو له غرمې وروسته خلك په ناڅاپي او حيرانوونكي ډول د رايو د مركزونو پر لور راوخوځېدل. خالد دهاتي بيا وايي، په پنجشېر كې د انتخاباتو په اړه د خلكو هېله مندي له حده زياته او ګډون يې هم له سهاره د ټاكنو د رسمي وخت تر پايه د پام وړ وو. اريا احمدزۍ وايي، د كابل په هودخېلو كې د رايو په مركزونو د خلكو بېروبار دومره زيات وو چې تر غرمې د مخه په ټولو مركزونو كې رای پاڼې خلاصې شوې او كمسيون د خلكو د احتجاج په ترڅ كې نورې ور واستولې. جمشېد ملكزى بيا د جلال اباد ښار د خلكو په اړه وايي، ټولو خلكو خپل كاروبارونه تړلي او له يوې مخې د رايو په مركزونو ورمات وو.
امنیتي ستونزې
د ملي امنيت سرپرست رئيس جنرال رحمت الله نبيل د ټاكنو د ورځې په پاى كې خبريالانو ته وويل، د لومړي پړاو له ټاكنو تر دوهم پړاوه پورې يې ۴۷۳ تخريبي پلانونه خنثى كړي دي: (( تر ټاكنو لس ورځې وړاندې مودې پورې مو ۶۱ عملياتو كې د حقاني، لشكر طيبه او وسله والو طالبانو په شمول لس شبكې په خپلو فعاليتونو كې ناكامې كړې او د دوى تر منځ مو همغږي له منځه وړې ده، په دوهم پړاو ټاكنو كې ننګرهار، هرات، هلمند او كندهار تر سخت ګواښ لاندې وو، خو مخه يې ونيول شوه.))
د دوهم پړاو ټاكنو په ورځ د كليد ګروپ د خبريالانو د راپورونو په اساس په كابل ښار كې د كلكو امنيتي تدابيرو له كبله كومه درنه امنيتي او د ځاني تاوان لرونكې پېښه نه ده ليدل شوې. خو د لويو ښارونو په ډله كې له خوست څخه داسې راپورونه خپاره شوي چې د عليشېرو ولسوالۍ د ببرك تاڼې په سيمه كې د وسله والو مخالفينو په راكټي بريد كې ۵ ماشومان وژل شوي او د څو ښځو په ګډون ۱۷ نور ټپيان دي. دغه راكټونه يوازې په يو كور لګېدلي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواك هم وايي، د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړونده سيمه كې يو توغندى لګېدلى او د دوو ماشومانو په ګډون يې يوه پېغله نجلۍ او يوه ښځه وژلي دي. په امنيتي پېښو كې د خپل نوعيت له مخې د پام وړ پېښه په جلال اباد ښار كې د انجنير غفار د ساتونكو لخوا پر ملكي خلكو د ډزو وه چې دوه تنه يې وژلي او يو يې ټپي كړى دى. د كليد خبريال ته ځايي خلكو ويلي، د انجنير غفار ساتونكو ملكي خلك مجبورول چې د ډاكټر عبدالله په ګټه خپلې رايې وكاروي. دغه راز د تحول او تداوم ټیم ادعا کړې چې یو ناظر یې په شمال کې وژل شوی دی.
تخنيكي ستونزې
د كليد ګروپ ولايتي خبريالان وايي، د غبرګولي د ۲۴مې په انتخاباتو كې د تخنيكي ستونزو په لړ كې د رنګ د پاكېدو ستونزه د تل په څېر په خپل ځاى پاتې وه. دوى وايي، د ټاكنو كمسيون كه څه هم له ټاكنو دمخه ويلي وو چې ټولو ولايتونو ته يې ۱۴ مليونه او ۸۰۰ زره رايې پاڼې استولې وې، خو د كابل هودخېلو، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو خلكو تر غرمې سمدستي وروسته شكايتونه وكړل چې په اكثره مركزونو كې رايې پاڼې كمې شوې دي. د ټاكنيزو شكايتونو كمسيون هم د رايې پاڼو د كمېدو خبره تاييدوي، خو وايي له وخت مخكې د پاڼو كمېدل هم يو ډول د د درغليو ثبوت وړاندې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


