د ننګرهار چارواکي وایي د بهسودو دویم نوى پول به د ټولګټو وزارت لخوا د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شي. چارواکو نن د دې پله د جوړېدو د کار پرانیستې پرمهال وویل، د دې کار په بشپړېدا سره به یې د ختيزو ولایتونو د استوګنو ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار چارواکي وایي د بهسودو دویم نوى پول به د ټولګټو وزارت لخوا د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شي.
چارواکو نن د دې پله د جوړېدو د کار پرانیستې پرمهال وویل، د دې کار په بشپړېدا سره به یې د ختيزو ولایتونو د استوګنو ستونزې هوارې شي.
د بهسودو پول چې جلال اباد ښار سره د ننګرهار پنځه ولسوالۍ او د ختیځ کونړ او نورستان ولایتونه نښلوي پر دویم نوي جوړېدونکي پله یې ۳ میلیونه او ۴۳ زره امریکایې ډالره لګښت راځي.
د ننګرهار والي عطا الله لودین وویل د بهسودو دويم نوی پول د ننګرهار ولایتي ادارې، ولسي جرګې او ولایتي شورا استازو په هلو ځلو د فواېدې عامې وزارت لخوا جوړېږيي.
نوموړي خوښي وښوده ، چې د خپل ماموريت پرمهال د ختيزو ولايتونو او له کابل نه د راتلونکو مسافرو لپاره د يوې بديلې لارې په توګه د دې مهمې او لويې پروژې پرانيسته کوي.
هغه وویل د دې پول په جوړېدو سره به د ختیزو ولایتونو سلګونه زره عام خلک او کاروباریانو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
د بهسودو پول ۳۵۰ متره اوږدوالى او ۱۲ متره پلنوالى لري، چې د پخواني جوړ شوي د خراب حالت له امله یې خلکوته د تګ راتګ پرمهال ستونزې رامنځته كړې وې.
د بهسودو لومړی پول د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی و، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د دوو بمي چاودنو له امله زیامن شو او دا دى د ولس د پرله پسی غوښتنو او د چارواکو د بیا بیا تکراري ژمنو وروسته یې د عملي کار څرک ترسترګو شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


