ads

پاکستان چې کمزوري حس کړي، سرزوري یې زیاتېږي

پر كونړ د پاكستاني پوځيانو له توغندويي بريدونو شاوخوا درې کاله اوړي، د دغو بریدونو له غندلو پرته افغان دولت نور هېڅ هم نه دي کړي. دغو ډپلوماټيكو بې غوريو پاكستان تر دې حده وهڅاوه چې کابو لس ورځې مخکې یې د پولې دې غاړې ته پراخه سيمه تر هوايي بريدونو لاندې ونيوه. پر كونړ […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1393
پاکستان چې کمزوري حس کړي، سرزوري یې زیاتېږي

پر كونړ د پاكستاني پوځيانو له توغندويي بريدونو شاوخوا درې کاله اوړي، د دغو بریدونو له غندلو پرته افغان دولت نور هېڅ هم نه دي کړي. دغو ډپلوماټيكو بې غوريو پاكستان تر دې حده وهڅاوه چې کابو لس ورځې مخکې یې د پولې دې غاړې ته پراخه سيمه تر هوايي بريدونو لاندې ونيوه.

پر كونړ د پاكستاني پوځيانو له توغندويي بريدونو شاوخوا درې کاله اوړي، د دغو بریدونو له غندلو پرته افغان دولت نور هېڅ هم نه دي کړي. دغو ډپلوماټيكو بې غوريو پاكستان تر دې حده وهڅاوه چې کابو لس ورځې مخکې یې د پولې دې غاړې ته پراخه سيمه تر هوايي بريدونو لاندې ونيوه.

سږ كال د غويي مياشتې وروستۍ او د غبرګولي لومړۍ لس ورځې د پاكستان د سرحدي سرغړاويو د تاريخ تر ټولو خونړۍ او له خورا سپين سترګۍ ډكې وې.

د امنيتي مسوولينو له حساب سره سم د غبرګولي د مياشتې په لومړيو لسو ورځو كې پاكستاني لوري ۱۰۰۰ توغندي له پولې دېخوا راتوغولي چې پنځه تنه يې ټپيان كړي او يو ولسي وګړى يې وژلی دی. د پاكستاني پوځيانو د راكټي بريدونو لړۍ به لا شلېدلې نه وه چې د غبرګولي په لسمه يې په دانګام او ګوريګا سيمو كرۍ ورځ هوايي بريدونه وكړل چې څلور ولسي وګړي يې مړه او ۳۳ نور يې ټپيان كړل.

تر دې مخكې پاكستاني پوځيانو په داسې حال كې چې لوى درستيز راحيل شريف يې په كابل كې له ناټو او افغان پوځي مشرانو سره د سرحدي ستونزو په حل بوخت و، هم د كونړ پر دانګام ړانده توغندي ورول او دا يې وښوده چې د نظامي مشرانو ناستې هم په دې برخه كې اغېزناكې نه دي.

دېخوا له راحيل شريف سره تر ناستې وروسته د افغانستان د امنيتي ځواك ستر درستيز جنرال شېرمحمد كريمي هم د مسئلې داسې ټكي ته اشاره وكړه چې ملت يې حيران كړ.

نوموړي شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې رسنيو ته ويلي وو چې د كابل او اسلام اباد تر منځ سرحدي ستونزې ستراتيژيكې او پاكستانى پوځ د پولې په اړه يو ډول نقشه لري، خو افغان حكومت سره بيا بل ډول سرحدي نقشه پرته ده چې په دې اړه د ستونزو حل ډېر پېچلى شوى دى.

خو د افغان حكومت په تازه څرګندونو كې چې د تېر په څېر تكراري خبرې دي، ويل شوي چې د وروستيو پاكستاني بريدونو په مقابل كې امريكا ته په كار وه چې د بريدونو په اړه يې د افغانستان خوا نېولې واى، خو موجوده چوپتیا په دې معنی ده چې واشنګټن له كابل سره لاسليك كړی اوږدمهاله ستراتيژيك تړون ته ژمن نه دى او پاكستان د امريكا همدې نه ژمنتيا ډاډه كړى دى.

د ملي امنيت شورا په دې برخه كې يوازې له واشنګټن څخه زړه بداوى ښودلى او ډاكټر رنګين دادفر سپنتا ته يې دنده سپارلې چې د افغان حكومت احتجاج امريكا ته وړاندې كړي. دغه راز يې د بهرنيو چارو وزارت ته هم يوازې دومره دنده سپارلې چې د ډپلوماټيكو اصولو پر بنسټ پاكستان ته د وروستيو بريدونو احتجاجي ليك واستوي.

خو كارپوهان بيا د پاكستاني بريدونو په مقابل كې د افغان حكومت وروستي ټول دريځونه ولس ته د تاييد وړ نه بولي. دوى وايي له پاكستان سره د پولې دې غاړې ته د توغندويي بريدونو كشاله له درېيو كلونو اوښتې، خو افغان حكومت لا هم په دې برخه كې له امريكا ګيلې كوي يا پاكستان ته د احتجاج د استولو په لارو چارو غور كوي چې دواړه غير منتطقي دي.

سياسي شنوونكى جبار ستانكزى همدا خبره كوي او وايي، افغان حكومت ته پكار ده چې په دومره حساسو مراحلو كې د پاكستاني بريدونو ټول شواهد او اسناد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې او هلته پرې بحث وکړي.

جبار ستانکزی وايي: (( د پاكستاني پوځ د سرحدي سرغړونو مسئله اوږده شوه، په دې برخه كې پاكستان ته زموږ هېڅ ډول احتجاج او له نظامي چارواكو سره يې خبرې اترې په ګټه نه دي. زه فكر كوم په دې برخه كې امريكا او پاكستان يو لاس دي، افغان حكومت بايد ټولې سرحدي مسئلې په ډپلوماټيك ډول د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته راجع كړي، ټينګار پرې وكړي او له هغه ځايه په پاكستان فشارونه وارد كړي چې د مسئلې په اړه پرمختګ وشي.))

افغان سیاسي کارپوه عارف الله حقپرست هم ورته نظر لري او وايي، تر څو چې خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع نه شي، نو له پاكستان سره د سرحدي ستونزو د حل لپاره د ناټو، كابل او اسلام اباد ناستې، د اسلام اباد، كابل او لندن ناستې، د استانبول، اسلام اباد او كابل تر منځ ناستې او دې ته ورته نورې درې اړخيزې غونډې د مسئلې د حل كونجي نه شي كېداى: (( نړيواله امنيت شورا د همدغه ډول مسايلو د مطرح كېدو ځاى دى چې افغان حكومت هلته مراجعه نه كوي، دفاع نه كوي يا د دفاع توان نه لري، نو نورې كيسې هسې مفتې دي، زه په دې باور نه يم چې پاكستان به په معمولي احتجاج يا هم د درې اړخيزو ناستو له لارې سم شي. پاکستان چې د سيمې په كچه  څومره كمزوري حس كوي، هومره یې سرزوري زياتېږي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA