ads

“اقتصادي فعاليتونه د ښځو لپاره ډېر ګټور دي”

زبيده له دېرشو كالو راپدېخوا د خياطۍ په كار بوخته ده، څوارلس كاله كېږي چې د كابل ښار په ښځينه بڼ كې او د كډوالۍ په وخت يې په ايران كې د جامو ګنډلو په يوه شركت كې كار كاوه. زبيده له دېرشو كالو راپدېخوا د خياطۍ په كار بوخته ده، څوارلس كاله كېږي چې […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1393
“اقتصادي فعاليتونه د ښځو لپاره ډېر ګټور دي”

زبيده له دېرشو كالو راپدېخوا د خياطۍ په كار بوخته ده، څوارلس كاله كېږي چې د كابل ښار په ښځينه بڼ كې او د كډوالۍ په وخت يې په ايران كې د جامو ګنډلو په يوه شركت كې كار كاوه.

زبيده له دېرشو كالو راپدېخوا د خياطۍ په كار بوخته ده، څوارلس كاله كېږي چې د كابل ښار په ښځينه بڼ كې او د كډوالۍ په وخت يې په ايران كې د جامو ګنډلو په يوه شركت كې كار كاوه.

نوموړې وايي، په لومړي سر كې يې هېڅ خياطي نه وه زده، خو كله چې په ايراني شركت کې شامله شوه، نو خياطي يې ورزده كړه.

د هغې په وينا، كله چې هېواد ته راستنه شوه، په يوې موسسې كې يې كار پيل كړ چې مشر يې د داوود هاشمي په نوم يو افغان وو: (( دا موسسه د فرانسويانو په مالي ملاتړ پرمخ تلله، هاشمي راته وړانديز وكړ چې په ښځينه بڼ كې راته دوكان راكوي او بايد په شخصي توګه كار وكړم.))

ذبيده زياتوي، د كار د پيل لپاره يې يو څه پيسې درلودې او څه يې هم د”برك” له بانك څخه په پور واخيستې چې په ضمانت كې يې د خپل دوكان جواز وركړ: (( جواز يې بېرته رانكړ او پلمه يې دا وه چې ورڅخه ورك شوى دى.))

ذبيده وايي، د برك بانك كار كوونكو ورته وويل چې د مياشتې دې ۱۶۰۰ يا ۲۰۰۰افغانۍ بانك ته تحویل كړي چې يو څه به يې د دې په حساب كې سپما شي او نورې به يې د پور په بدل كې وګرځول شي: (( داسې ونه شول، له بانك څخه پور شوې پيسې مې وركړې، خو په حساب كې هېڅ سپما شوې پيسې نه وې.))

نوموړې اوس له خپل كار څخه ډېره خوشاله ده او وايي. د دوكان كرايه يې د مياشتې ۳۵۶۰ افغانۍ ده، خو ماليه پرې ډېره زياته ده: (( برېښنا نه لرو او كه هر څومره مو د برېښنا ستونزه د ښځينه بڼ له رئيسې سره مطرح كړې، هغه هم د نن او سبا وعدې راكوي.))

د هغې په وينا، په بڼ كې د برېښنا ميټر او لينونه نشته او دوى په خپل شخصي لګښت دا ټول واخيستل: (( وروسته يې بيا راته وويل چې له بڼ څخه بهر ميټر نه لري، خو موږ د هغه ميټر لپاره هم د پيسو وركولو ته تیار وو، له دې خبرې دوه كاله تېر شول، خو پايله يې نامعلومه ده.))

ذبيده په باغ بالا كې د يوې پروژې په ترڅ كې ۴۵ تنو ښځو ته ګنډل ورزده كړي او۲۵ تنه روږدې ښځې يې په ښځينه بڼ كې شاګردانې وې چې اوس هم ۵ تنه شاګردانې لري.

نوموړې د ښځو لپاره اقتصادي فعاليتونه ډېر ګټور بولي او وايي، مېړه يې ټكسي چلوونكى دى، خو دې ورسره لويه اقتصادي مرسته كړې ده: (( له كرايي كور څخه مو ځانته شخصي كور واخيست او په اولادونو مو لوړې زده كړې وكړې چې اوس په ژوند كې ډېره هوسا او ارامه يم.))

ذبيده وايي، نورو خويندو ته يې هم دا وينا ده چې د خپلو نارينه وو ترڅنګ دې زيار وباسي او خپلو ماشومانو ته دې حلاله روزي برابره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA