ads

السيسي د مصر ټاكنې وګټلي

د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السيسي د دې هېواد د جمهوري رياست د تېرې اونۍ ټاكنې وګټلې. د مصر د ټاكنو كمېسيون د جون د درېيمې نېټې د ټاكنو په اړه وويل، چې متقاعد فيلډ مارشال د ټولو رايو ۹۶ اعشاريه ۹۱ فيصده خپلې کړې دي. د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح […]

نویسنده: TKG
14 غبرګولی 1393
السيسي د مصر ټاكنې وګټلي

د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السيسي د دې هېواد د جمهوري رياست د تېرې اونۍ ټاكنې وګټلې. د مصر د ټاكنو كمېسيون د جون د درېيمې نېټې د ټاكنو په اړه وويل، چې متقاعد فيلډ مارشال د ټولو رايو ۹۶ اعشاريه ۹۱ فيصده خپلې کړې دي.

د مصر د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السيسي د دې هېواد د جمهوري رياست د تېرې اونۍ ټاكنې وګټلې.

د مصر د ټاكنو كمېسيون د جون د درېيمې نېټې د ټاكنو په اړه وويل، چې متقاعد فيلډ مارشال د ټولو رايو ۹۶ اعشاريه ۹۱ فيصده خپلې کړې دي.

په مصر کې ۵۴ ميليونه خلکو د رايې ورکولو حق درلود، چې ۴۷ فيصدو رايې ورکړې.

د ۲۰۱۲ کال ټاكنو کې، چې محمد مرسي جمهور رئيس شو، ۵۲ فيصده خلکو برخه اخيستې وه.

پوځ، اسلام پالى محمد مرسي تېرکال وروسته له پراخو لاريونونو له واکه لرې کړ.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA