ads

كابل كې د كركټ ۳۵ كسيزې ملي لوبډلې ته روزنيز پروګرام پيلېږي

ټاکل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ۳۵ كسيزې ملي لوبډلې لپاره د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې يو مياشتنى رونيز پروګرام پيل شي. له كركټ بورډ څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د دې پروګرام هدف د ملي لوبغاړو د وړتيا رغونه، نړيوالو سفرونو ته د هغوى چمتو کول او د […]

نویسنده: TKG
12 غبرګولی 1393

ټاکل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ۳۵ كسيزې ملي لوبډلې لپاره د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې يو مياشتنى رونيز پروګرام پيل شي. له كركټ بورډ څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د دې پروګرام هدف د ملي لوبغاړو د وړتيا رغونه، نړيوالو سفرونو ته د هغوى چمتو کول او د نړيوال جام سياليو لپاره

ټاکل شوې ده، چې سبا د افغانستان د كركټ ۳۵ كسيزې ملي لوبډلې لپاره د كابل د كركټ په نړيوال لوبغالي كې يو مياشتنى رونيز پروګرام پيل شي.

له كركټ بورډ څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د دې پروګرام هدف د ملي لوبغاړو د وړتيا رغونه، نړيوالو سفرونو ته د هغوى چمتو کول او د نړيوال جام سياليو لپاره د شل کسيزې لوبډلې ټاكل ښودل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د روزنې د دې پروګرام په ترڅ کې به د ملي لوبډلې دواړه روزونکي کبير خان او پيټر انډرسن او نور کورني او بهرني روزونکي ملي لوبغاړو ته په تخنيکي برخو لکه د توپ وهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې او فزيکي چمتووالي په چارو کې روزنه ورکړي، څو کمزورۍ يې له منځه ولاړې شي.

د افغانستان د كركټ بورډ اجرايوي مشر نور محمد مراد د دې پروګرام پيلول يو اغېزمن ګام بولي او په وينا يې،  د دې روزنيز پروګرام په ترڅ كې به ټول هغه ضعيف ټکي، چې د لوبغاړو په تخنيکي اړخونو کې شتون لري، په بشپړه توګه له منځه يوړل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA