ads

پر حلب د بېلري بمونو بريدونو نږدې ۲۰۰۰ تنه وژلي

د سوريې د بشري حقونو فعالانو ويلي، چې سږ کال تراوسه د سوري حکومت له لوري پر شمالي حلب ښار د بېلري بمونو د بريدونو له کبله نږدې دوه زره كسان وژل شوي دي. د سوريې د بشري حقونو فعالانو ويلي، چې سږ کال تراوسه د سوري حکومت له لوري پر شمالي حلب ښار د […]

نویسنده: TKG
10 غبرګولی 1393
پر حلب د بېلري بمونو بريدونو نږدې ۲۰۰۰ تنه وژلي

د سوريې د بشري حقونو فعالانو ويلي، چې سږ کال تراوسه د سوري حکومت له لوري پر شمالي حلب ښار د بېلري بمونو د بريدونو له کبله نږدې دوه زره كسان وژل شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو فعالانو ويلي، چې سږ کال تراوسه د سوري حکومت له لوري پر شمالي حلب ښار د بېلري بمونو د بريدونو له کبله نږدې دوه زره كسان وژل شوي دي.

دغه سازمان وايي، حکومت په هوايي بريدونو کې پر حلب ښار داسې بېلري بمونه او وسلې کارولي، چې يوازې له تېرې جنورۍ مياشتې راهيسې يې د ۵۶۷ ماشومانو په ګډون، لږترلږه ۱۹۶۳ولسي وګړي وژلي دي.

لندن ميشتي دغه سازمان دا هم ويلي، چې فعالانو يې په خپلو رپوټونو ثابته کړې، چې په هوايي بريدونو کې ۲۸۳ مېرمنې هم وژل شوې دي.

د سرچينې په وينا، د وژل شويو دغه شمېر له تېرې جنورۍ مياشتې پيل او د تېرې پنجشنبې تر ورځې پورې حساب شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA