د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو لپاره چې د غبرګولي په ۲۴مه به ترسره شي، د دوو مخكښو كانديدانو ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله تر منځ كمپاينونه ښه په درز كې روان دي. په دې معنی چې ولس يو ځل بيا د كانديدانو د كړنلار څېړلو او ارزولو ۲۰ ورځنى چانس لري چې د غبرګولي تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
د جمهوري رياست د دوهم پړاو ټاكنو لپاره چې د غبرګولي په ۲۴مه به ترسره شي، د دوو مخكښو كانديدانو ډاكټر اشرف غني احمدزي او ډاكټر عبدالله عبدالله تر منځ كمپاينونه ښه په درز كې روان دي. په دې معنی چې ولس يو ځل بيا د كانديدانو د كړنلار څېړلو او ارزولو ۲۰ ورځنى چانس لري چې د غبرګولي تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
اخوا د ټاكنو او د ټاكنيزو شكايتونو د خپلواكو كمسيونونو دندې هم لا د مسووليت پر لور روانې دي. هيلې او غوښتنې داسې دي چې دواړه كمسيونونه به له فساده د افغانستان د ايستلو لپاره لومړي كوټلي ګامونه اخلي.
دواړو كمسيونونو ته د شفافيت او بې پرېوالي د اصولو ساتنه راجع ده او بايد داسې عمل وشي چې ولس د ډيموكراسـۍ د تمثيل په لاره كې په خپلې ارادې پښېمانه نه كړي، د خلكو له رايو سره لوبې ونه شي، د څارنې سېسټم پياوړى او د تېر په نسبت لا غښتلى شي، شكاياتو ته د رسېده ګۍ مسئله ځاى په ځاى حل شي او بالاخره د ټاكنو او ټاكنيزو شكايتونو د كمسيونونو د غړيو او چارواكو د سم فعاليت په ترڅ كې ملت په دې مطمئن شي چې رايې يې اوبو نه دي وړي، بلكې د يو نوي باثباته افغانستان په تهداب كې يې د ثواب د خښتو په څېر په خپل خپل ځاى لګېدلي دي.
د چارو كارپوهان هم دوهم پړاو ټاكنو ته له اندېښنو، شكونو او ګنګوسيو سره سره په دې قايل دي چې د ملت اراده به په كې تمثيلېږي. خو يوه خبره ډېره كېږي او هغه دا چې په دواړو كمسيونونو په تېره بیا د کمسیونونو د ځینو ولایتي مامورينو په دندو دې بيا كتنه وشي.
د سياسي علومو پخوانى استاد ښاغلی رضوان الله په دې اړه وايي، ډېرى سيمو كې يې وليدل چې د ټاكنو د كمسيون محلي مسوولين په پيسو خرڅ شوي او د كانديدانو په ګټه يې له يو شمېر ځايي چارواكو سره په ګډه صندوقونه ډكول: (( دا خبره موږ په ډېرو سيمو كې دباندې راوويسته، موږ خپله د ننګرهار ولايتي كمسيون ته په شكايت راغلو، ډېر متخلف مسوولين او چارواكي مو ورته په ګوته كړل، خو عمل ونه شو، ځكه په ولسواليو كې مقرر شوي مسوولين په روابطو مقررېږي چې ضرر يې په لويه كچه د درغلۍ له کولو هم زيات دى، د دې مخه چې په دوهم پړاو كې ونه نيول شي. نو د ټاكنو مشروعيت هم تر سوال لاندې راتلى شي.))
د استاد رضوان الله څرګندونو ته په پام امنيتي ځواكونو ته هم ګڼ مسووليتونه په مخه كې دي، دا كه د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او د ټاكنو د امنيت ګډوډولو د هڅو په اړه وي او كه د درغليو د مخنيوي په برخه كې… خو اصلي خبره دا ده چې كه دوى او د دوى فعاليت او سرښندنې نه وي، د ټاكنو مشروعيت او ترسره كېدل تر بشپړ سوال لاندې راتلی شي.
مدني فعال خوشال جواد چې په خپل کلي شینوارو کې اوسېږي، د امنيتي ځواكونو فعاليتونو ته ډېر ځير دى، د وري د ۱۶مې په لومړي پړاو ټاكنو كې یې د دې پوښتنې ځواب پيدا كړى چې امنيتي ځواكونو په كليو كې څنګه امنيت ټينګ كړ او خلك ولې د رايو مركزونو ته ډېر راو نه وتل؟ دى وايي:(( امنيتي ځواكونه په كليو كې د څو ورځو مېلمانه وو، فعاليت يې ښه و، وسله وال يې د رايو تر مركزونو هم راپرې نښودل، خو خلك هم په دې پوه وو چې دا ځواكونه روان دي او د دوى شپې بيا له وسله والو مخالفينو سره راتلونكې دي. خلكو د رنګ كړې ګوتې د پرې كېدو له وېرې رايې ور نه كړې. دا يوه وېره وه چې وسله والو په دې برخه كې د خلكو په ذهنونو له ډېره وخته كار كړى و، خو امنيتي ځواكونو د دې وېرې د له منځه وړولو لپاره فقط يوه اوونۍ فعاليت وكړ چې مثبته نتيجه يې نه لرله، كه دا ځل حكومت شفافې ټاكنې غواړي، نو سراسري امنيت دې ونيسي، څو د ځايي چارواكو او ټاكنو د دفتر د مسوولينو درغلۍ هم د نشت برابر شي.))
ډاكټر احسان الله بيا دې ته اندېښنه نه لري چې په ټاكنو كې به دا ځل د وسله والو له وېرې خلك كمه ونډه واخلي، بلكې دى وايي، د اوسنيو مخكښو ټيمونو له خولې یې داسې خبرې اورېدلې چې دى يې د افغانستان د راتلونكې په اړه اندېښمن كړى دى.
احسان الله وايي، د مخكښو ټيمونو او كانديدانو تر منځ يو پر بل غير ډيموكراټيك ګوزارونه دا وېره دوه چنده كوي او فكر كېږي چې خلك به د خپلو رايو په استعمال پښېمانه شي: (( ما له مخكښو ډلو داسې څه واورېدل چې اصلا د يوې ډيموكراټيكې ټولنې د پرمختګ مخه نيسي، موږ د واك د سوله ييز انتقال په درشل كې يوو، خو د خونړيتوب وېره يې هم شته. زه پر كانديدانو او ټيمونو يې غږ كوم چې كه رښتيا هم د افغان ولس د هوساينې او د هېواد د ثبات فكر ورسره وي، نو د ټاكنو په شفافيت كې دې مرسته وكړي او نتايج دې هم بې چون او چرا ومني. دا به يې د ډيموكراسۍ د تمثيل لوى مثال وي، كه نه ولس د دې توقع نه لري چې د واك پر سر دې يو ځل بيا په افغانستان كې کشمکش رامنځته شي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


