ads

د خوست په لكڼو كې يو نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د خوست د لکڼو په ذکوخېلو كې نن يو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل، د دغه پله په جوړېدو سره ښار ته د لکڼو د خوړ د هغې غاړې د زرګونو خلکو د د خوست د لکڼو په ذکوخېلو […]

نویسنده: TKG
9 غبرګولی 1393
د خوست په لكڼو كې يو نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د خوست د لکڼو په ذکوخېلو كې نن يو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل، د دغه پله په جوړېدو سره ښار ته د لکڼو د خوړ د هغې غاړې د زرګونو خلکو د

د خوست د لکڼو په ذکوخېلو كې نن يو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ياد پله د پرانيستې پر مهال رسنيو ته وويل، د دغه پله په جوړېدو سره ښار ته د لکڼو د خوړ د هغې غاړې د زرګونو خلکو د تګ راتګ اسانتيا رامنځته شوه.

نوموړي وويل، چې پر دغه پله د نړيوال بانک له لورې د فوايد عامې رياست په چوکاټ کې شاوخوا يو ميليون امريکايي ډالر لګښت راغلی دی.

هغه وويل، دغه پول چې ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، د جوړېدو چارې يې د تېرو يوولسو مياشتو په موده کې د يوه افغاني ساختماني شرکت له لوري بشپړې شوې دي.

نعيمي زياته کړه، چې د لکڼو د زکوخېلو د پله جوړېدل د دې سيمې د خلکو تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه وه او له دې وروسته به د هغو خلکو تر ډېره ستونزې حل شي، چې لاره يې پرې تېرېږي.

نوموړي دغه راز وويل، چې تر ډېره په خوست کې د لويو پلونو اړتيا پوره شوې، خو کوښښ کوي چې په نورو هغو سيمو کې چې پلونو ته ډېره اړتيا لري، هم دا ډول پروژې پلې کړي.

د لکڼو د زكوخېلو قومی مشرانو په استازیتوب خان محمد قیوم خان په خپلو خبرو کې د خوست والي او نورو اړونده مسوولینو څخه د مننې په ترڅ کې وویل، چې په سیمه کې یې د پل جوړول یو تر ټولو اساسي اوبنیادي غوښتونو څخه یوه وه چې نن په عملي توګه ترسره شوه.

په ورته وخت کې د سیمې ټول ځوانان هم  د پل په جوړیدا خوښ وواو ویل یې چې نور به د پوهنتون، ښوونځیو او مکتبونو شاګردان د خوړ راوتو له کبله له درسونو نه پاتې کیږي، او هم به دوی عاجل ناروغان په وخت کلنیکونو ته انتقال کړي.

د خوست ولایتي چارواکو په خبره چې دا مهال په خوست کې د پلونو جوړول نیږدې شپیته په سلو کې ترسره شوي، او په ځینو نورو سیموکې یې هم د جوړولو پلان ترلاس لاندې دی، چې په نیږدې راتلونکې کې به هم سیمې مشخصې او کارونه به یې عملا پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA