ads

د خوست څلور کلن پرمخیون په نوم معلوماتي کتاب چاپ شو

د خوست ولایت مقام له لورې د خوست څلور کلن پرمخیون په نوم معلوماتي کتاب چاپ او نن د یوې غونډې پرمهال ووېشل شو. چارواکي وايي، په دې کتاب کې د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ وخت کې د ولایتي ادارې ټولې کړنې، فعالیتونه، پرمختګونه او ننګونې یادې شوې دي. د خوست ولایت مقام له […]

نویسنده: The Killid Group
3 غبرګولی 1393
د خوست څلور کلن پرمخیون په نوم معلوماتي کتاب چاپ شو

د خوست ولایت مقام له لورې د خوست څلور کلن پرمخیون په نوم معلوماتي کتاب چاپ او نن د یوې غونډې پرمهال ووېشل شو. چارواکي وايي، په دې کتاب کې د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ وخت کې د ولایتي ادارې ټولې کړنې، فعالیتونه، پرمختګونه او ننګونې یادې شوې دي.

د خوست ولایت مقام له لورې د خوست څلور کلن پرمخیون په نوم معلوماتي کتاب چاپ او نن د یوې غونډې پرمهال ووېشل شو.

چارواکي وايي، په دې کتاب کې د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ وخت کې د ولایتي ادارې ټولې کړنې، فعالیتونه، پرمختګونه او ننګونې یادې شوې دي.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه جوړې شوې غونډې كې وويل، دا یو مؤثر کتاب دی، ځکه ټولې هغه کړنې ولس ته په روښانه ډول وړاندې کیږي، چې په تېر څلورکلن بهیر کې ترسره شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، دا یې خلکو ته د معلوماتو رسولو، له تېرو کلونو سره د خوست د توپیر په موخه راټول او چاپ کړ.

د خوست لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیراحمد روښان له پخواني حالت سره د خوست مقایسه بې ساري وبلله.

ده وویل، هغه څه چې په ټولو اړخونو کې د دې څلور کلن بهیر په ترڅ کې شوي، د هېواد په کچه په لوړه سطحه مقایسه کېدای شي، خو وايي په دې جریان کې او لا اوس هم په ادارو کې ستونزې، اداري فساد او نورې ننګونې شته.

کتاب د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو سلاکار بریالي روان برابر کړی او لیکلی دی.

روان له کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دوی په خپل کتاب کې د ژوند په مختلفو اړخونو کې ټولو پرمختګونو او ستونزو ته اشاره کړي ده.

نوموړی ډاډمن دی، چې په لوستلو سره به یې د ولس او دولت ترمنځ اړیکې نیږدې او خلک به په ډېر څه پوه شي.

بریالي روان زیاته کړه، دا کتاب به د تاریخ څپو ته وسپارل شي او د خوست ټولې هغه بریاوې، مبارزې او ننګونې په تاریخي لحاظ ثبت شوې، چې د ۱۳۸۹ او د ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ شوي دي.

کتاب په ۱۹۴ مخونو کې په ښه سکښت چاپ شوی دی.

د خوست اوسېدونکي هم دا کتاب په تاریخي لحاظ د دې کلونو د کړنو د ثبت کولو لپاره پر ځای ګام بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA