ads

“هڅه مو ژوند هوسا كوي”

وحيده شجاعي د كابل ښار په كوټه سنګي كې د برادران چهاردهي په نوم د خرڅلاو مركز كې د ښځو د جامو  پلورلو دوكان لري او له كار څخه يې په دې ماركېټ كې څلور مياشتې كېږي. وحيده شجاعي د كابل ښار په كوټه سنګي كې د برادران چهاردهي په نوم د خرڅلاو مركز كې […]

نویسنده: TKG
3 غبرګولی 1393
“هڅه مو ژوند هوسا كوي”

وحيده شجاعي د كابل ښار په كوټه سنګي كې د برادران چهاردهي په نوم د خرڅلاو مركز كې د ښځو د جامو  پلورلو دوكان لري او له كار څخه يې په دې ماركېټ كې څلور مياشتې كېږي.

وحيده شجاعي د كابل ښار په كوټه سنګي كې د برادران چهاردهي په نوم د خرڅلاو مركز كې د ښځو د جامو  پلورلو دوكان لري او له كار څخه يې په دې ماركېټ كې څلور مياشتې كېږي.

نوموړې تر دې مخكې په يو شمېر كورنيو او بهرنيو موسسو كې د جامو د برشكارۍ په برخه كې كار كاوه، خو اوس چې هغه كمپنۍ وتړل شوې د خپل ژوند د اقتصادي چارو د پرمخ وړلو لپاره اړ شوه چې يوه نوي كار ته ملا وتړي.

هغه د خپل كار په اړه وايي: (( مخكې تردې مې په پلچرخي كې د ” ساركو اباد ” په نوم د جامو ګنډلو يوه لويه موسسه كې چې څلور سوه تنه ښځې پكې په كار بوختې وې، كار كاوه، خو د ۲۰۱۴ كال په رارسېدو سره زيات شمېر داسې كمپنۍ وتړل شوې او ما څو موده په عزيزي بانك كې كار وكړ، خو وروسته بيا بېكاره شوم.))

وحيده له خپلې دندې څخه ډېره خوشاله ده  او وايي، د پلورونكي دنده د ښځو لپاره ډېره مناسبه او په زړه پورې دنده ده، خو يوازينۍ اندېښنه يې د هېواد د سياسي نظام نامعلوم وضعيت دى چې زياتې اقتصادي چارې يې په ټپه درولي او د خلكو اندېښنې يې راپارولې دي.

د هغې په خبره، تېر ژمي پورې هم د بازار وضعيت ښه وو، خو اوس اصلا خرڅلاو نشته: ” كه د برشكارۍ په برخه كې هم هر ځاى ته د كار موندلو لپاره مراجعه كوم مثبت ځواب نه ترلاسه كوم.”

وحيده شجاعي وايي، دا دوکان يې په خپل شخصي لګښت چې يو څه پيسې يې له خپلو نږدې خپلوانو څخه په پور اخيستي، جوړ كړى او د درې لكو افغانيو په لګښت يې په دوكان كې مال اچولى دى: (( هره اوونۍ د پور پيسې هم څه نا څه وركوم، ځينې اوونۍ هم وي چې ما هېڅ خرڅلاو نه وي كړى او د پور پيسې هم نشم وركولاى.))

نوموړې زياتوي، له خپل څخه په دې خوشاله ده چې ښځې د دې دوكان ته په ورتلو سره ډېرې  ډاډه وي او د ارامۍ احساس لري: (( كله چې هغوى له ګاونډيو دوكانونو څخه جامې اخلي، نو د امتحانولو لپاره يې زما دوكان ته راځي او د هغوى هڅول ماته  د كار روحيه رابښي.))

د هغې په وينا، مېړه يې هم كار كوي، خو د دې لپاره چې اولادونه يې ټول په زده كړو بوخت دي او د زده كړو لپاره يې پيسو ته اړتيا ده، نو ځكه دا هم غواړي چې كار وكړي.

وحيده وايي، په ژوند كې د اسانتياوو برابرول زموږ په خپل لاس كې دي، كه وغواړو او هڅه ولرو، نو ضرور به مو ژوند هوسا وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA