د ماشوم روزنې ته په افغاني ټولنه کې هسې پام نه کېږي، څومره چې اړينه ده. دلته د ماشومانو ژوند له ګڼو ستونزو، ننګونو او نيمګړتياوو سره پيلېږي او د لويېدو تر مرحلې ورته د لويانو له لوري کمه پاملرنه کېږي.
د ماشوم روزنې ته په افغاني ټولنه کې هسې پام نه کېږي، څومره چې اړينه ده.
دلته د ماشومانو ژوند له ګڼو ستونزو، ننګونو او نيمګړتياوو سره پيلېږي او د لويېدو تر مرحلې ورته د لويانو له لوري کمه پاملرنه کېږي.
په کورونو کې د ماشومانو خبرو ته غوږ نه نيول او له مجلس څخه د دوی ګوښه کول ګڼې ستونزې لري چې د ماشومتوب زمانې ترڅنګ يې په لوى والي هم بدې اغېزې ښندي.
روڼ اندي په دې اند دي چې له خبرو د ماشومانو محروميت د دوی پر روان، زده کړه، جرات، د راتلونکي په مشرتوب او نورو چارو ناوړه اغېزې لري.
دلته ماشومان هغه خبره هم په زړورتوب نه شي کولای چې پر ځای وي، بل هغه څه چې ضرورت ورته لري دوی يې له لويانو نه شي غوښتلای.
له ښاره لرې سيمې داسې دي چې د ماشومانو د زړه خبره له خولې نه راوځي او ډېرې خبرې يې په زړه غوټه پاتې کېږي.
په پکتيا کې د مدني هڅو فعال عارف الله حقپرست وايي، په ډېرو ناوړه دودونو کې يو دا هم دی چې ماشومان خبرو او بحث ته نه پرېښودل کېږي او پوښتنه نه شي کولای چې دا د دوی پر نفسياتو، روان او زده کړه ناوړه اغېزي کوي.
احمدالله احمدي هم دا خبره کوي: (( کله چې ماشوم خبره کوي لويان وايي، دا ماشومان شيطاني کوي او بايد خبرې ونه کړي چې دا يې بيا پر راتلونکي او اوسني ژوند بد اغېز کوي.))
استاد اسدالله غضنفر په مجلس کې د ماشومانو خبرې خورا مهمې يادوي او وايي چې ماشومان له همدې ځايه د روزنې او راتلونکي ژوند په اړه ډېر څه زده کولای شي.
نوموړى د خپل پلار ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي په اړه وايي، دوی به يې هر وخت په مجلسونو کې خپلې خبرې ته په ازاد ډول پرېښودل چې د دوی پر ژوند يې مثبتې اغېزې لرلې دي: (( موږ که ماشومان هم وو، په مجلس کې به مو ګډون کاوه او موږ به يې له مجلس څخه نه ايستلو او داسې به يې نه ويل چې دا د مشرانو مجلس دی او تاسې ځئ! په دويم او درېيم ټولګي کې چې هم وم، ما سره به خپل پلار د لوی په شان بحث کاوه چې دې چلند له موږ سره ډېره مرسته کړې ده.))
دا چې په افغاني ټولنه کې ماشومان له ګڼو محروميتونو، ستونزو او ننګونو سره غاړه غړۍ ژوند لري، نو يوازې په مجلس کې د ګډون حق نه دی چې له دوی اخيستل شوی او بايد پاملرنه ورته وشي، بلکې ګڼې مسئلې دي چې په اړه يې بايد غور وشي.
په افغانستان کې لا هم ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي، ډېرو ته د زده کړې مناسبه زمينه نه ده برابره شوې، ډېر يې په ښارونو او کليو کې په درنو کارونو بوخت دي، همدارنګه د يتيمانو او بې سرپرسته ماشومانو شمېر هم کم نه دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


