داسې ښکاري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۳ کال د جمهوري رياست په لومړي پړاو ټاکنو کې يو شمېر مهمو مسایلو ته ځير شوی او غواړي چې د حل یوه لار ورته پیدا کړي.
داسې ښکاري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۳ کال د جمهوري رياست په لومړي پړاو ټاکنو کې يو شمېر مهمو مسایلو ته ځير شوی او غواړي چې د حل یوه لار ورته پیدا کړي.
د دې کمېسیون چارواکو د جمهوري رياست د دویم پړاو ټاکنو په درشل کې له دوو مخکښو کاندیدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي سره په کتنه کې خپلې یو شمېر اندېښنې شریکې کړې دي.
دغه کمېسیون له دواړو کاندیدانو غوښتي چې په خپلو ټاكنيزو کمپاينونو کې قومي، سمتي او نژادي مسایلو ته لمن ونه وهي. کمېسیون د کمپاين په وخت د کاندیدانو او پلویانو لخوا يې دغو مسایلو ته لمن وهلو ته د هغوی په وړاندې د سرې کرښې په معنا کتلي او ويلي يې دي چې که چېرته داسې موارد مطرح کېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نور اړوند بنسټونه یې باید په وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د جمهوري رياست ټاکنو په دویم پړاو کې چې د غبرګولي میاشتې په ۲۴ مه ترسره کېږي، عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزی سره سیالي کوي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا د جمهوري رياست د ۱۳۹۳ کال د وري د ۱۶مې نېټې د وروستیو پايلو له مخې، ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۵ فیصده او ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۱ فيصده رايې ترلاسه کړې وې.
که څه هم رسنیو رپوټ ورکړی چې دواړو کاندیدانو د خپلو کمپاینونو په وخت قومي، سمتي او نژادي مسایلو ته د لمن وهلو په اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له چارواکو سره په ناسته کې څه نه دي ویلي، خو د ټاكنيزو کمپاینونو په درشل کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د دې اندېښنې شریکول پخپل وخت یو غوره ګام دی چې اخيستل کېږي.
عام افغانان ټول یو لاس او یو موټي دي، خو ډېر ځله لیدل شوي دي چې د یو شمېر بهرنیو هڅونو په نتیجه کې ځينو کړيو په خاصو مواردو کې د افغانانو په منځ کې د درز رامنځته کولو لپاره هڅې کړې دي.
په تېرو څه دپاسه دېرشو کلونو کې د افغانستان یو شمېر ګاونډيو هېوادونو په دې هېواد کې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره بېلابېلو قومي، سمتي، ژبني او نژادي توپیرونو ته لمن ووهله خو افغانان چې تل خپل یو موټي توب د خپل بریالیتوب ستر راز ګڼي، د هغوی د دغو هڅو او توطیو په وړاندې درېدلي او شنډې کړې يې دي.
نن سبا هم ښايي یو شمېر بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره ورته هڅې وکړي، په تېره بیا چې نن سبا افغانستان له یوې سترې او حساسې مرحلې تېرېدونکی دی او د خپل راتلونکي برخلیک د ټاکلو پرېکړه کوي. له دې کبله په کار ده چې دواړه کاندیدان او ټول ولس دغې مهمې مسئلې ته په جدي توګه ځير وي او پرېنږدي چې افغانستان د پردیو د ګټو ښکار شي. موږ باید دې ته ځير و اوسو چې واکمني او قدرت دوامداره نه وي، خو هېواد او ګټې يې دایمي وي. دا هغه ګټې دي چې د هر افغان ګټې په کې خوندي کېدای شي.
د همدې ګټو په نظر کې نیولو سره افغانانو ته په راتلونکو ټاكنو کې ګډون کول ډېر مهم ایسي او نه غواړي چې له دې بهیره لرې پاتې شي او یا د اړوندې ادارې لخوا له نظره وغورځول شي.
ښايي همدا علت وي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې ورکولو د څلور زره نویو سایټونو د رامنځته کېدو خبر ورکوي. تېر ځل يو شمېر افغانانو دا شکایت درلود چې په ټاكنو کې له نظره غورځول شوي وو او په سیمو کې يې د ناامنيو په نوم د رایو مرکزونه نه وو پرانيستل شوي. کله چې ولس پخپله غواړي چې په یوه ډيموکراټیکه پروسه کې د خپلې قربانۍ په بدل کې ونډه واخلي، طبیعي ده چې باید قدر يې وشي. دغه شمېر افغانان هغه نظر ته چې وايي ګواکې په ناامنو سیمو کې د رايې مرکزونو د دفترونو پرانيسته اندېښمنوونکې ده، د شک په سترګه ګوري او په خپل حق باندې يې د نورو لخوا په سترګو پټولو تعبیروي.
د وري شپاړسمې نېټې د جمهوري رياست ټاكنو ته په کتو چې ولس په خپل پراخ ګډون سره دغه بهیر بریالیتوب ته ورساوه، دا ځل هم په پراخه کچه د ولس د ګډون تمه یقیني ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


