ټاكل شوې ده، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د چين له جمهوررئيس شي جين پينګ سره وګوري. جمهوررئيس کرزى او ملګرى پلاوى يې د آسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور پيدا کولو يا “سيکا” په څلورمه غونډه کې د ګډون په هدف په سيمه ييز
ټاكل شوې ده، چې جمهوررئيس حامد كرزى نن د چين له جمهوررئيس شي جين پينګ سره وګوري.
جمهوررئيس کرزى او ملګرى پلاوى يې د آسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور پيدا کولو يا “سيکا” په څلورمه غونډه کې د ګډون په هدف په سيمه ييز وخت تېر ماښام د چين شانګهاى ښار ته ورسېد.
له ارګه خپرې شوې خبرپاڼې كې ويل شوي، چې جمهوررئيس حامد کرزى به د چين له جمهوررئيس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو او د دوه اړخيزو مناسباتو د پراختيا او د يو شمېر سيمه ييزو او د علاقې وړ مسئلو په اړه خبرې وکړي.
د سرچينې په وينا، همدارنګه ټاکل شوې ده، چې جمهوررئيس كرزى د سيکا په څلورمه غونډه کې وينا هم وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

