ads

ملامت څوک، ښاروال كه وكيلان؟

يوه اوونۍ وشوه چې د كابل ښاروالۍ او ولسي جرګې تر منځ د راپورته شوې ستونزې له كبله په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو يو شمېر استازي د ښاروالۍ مخې ته راټول شوي او د ښاروال محمد يونس نو اندېش پر ضد يې د هغه د لرې كېدو تر وخته تحصن اعلان كړى. […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1393
ملامت څوک، ښاروال كه وكيلان؟

يوه اوونۍ وشوه چې د كابل ښاروالۍ او ولسي جرګې تر منځ د راپورته شوې ستونزې له كبله په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو يو شمېر استازي د ښاروالۍ مخې ته راټول شوي او د ښاروال محمد يونس نو اندېش پر ضد يې د هغه د لرې كېدو تر وخته تحصن اعلان كړى.

يوه اوونۍ وشوه چې د كابل ښاروالۍ او ولسي جرګې تر منځ د راپورته شوې ستونزې له كبله په ولسي جرګه كې د كابل د خلكو يو شمېر استازي د ښاروالۍ مخې ته راټول شوي او د ښاروال محمد يونس نو اندېش پر ضد يې د هغه د لرې كېدو تر وخته تحصن اعلان كړى.

دغو وكيلانو د ښاروالۍ مخې ته خيمې لګولي او ښاروال په خپله دنده كې د ناغېړۍ تر څنګ په قراردادونو كې په پراخې درغلۍ تورنوي. دوى د كابل ښاروال د لرې كولو تر څنګ له جمهور رئيس غوښتنه لري چې نو اندېش بايد له دندې تر ګوښه كېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته هم معرفي شي.

په دغه كشمكش كې د كابل ښاروالۍ دروازې هم تړلې پاتې دي او مامورين يې تور پورې كوي چې د وكيلانو لخوا خپلو كارونو ته نه ورپرېښودل كېږي، خو يو شمېر كابل ښاريانو بيا د همدغو وكيلانو پر ضد مظاهره كې ګواښ كړى، كه وكيلان د ښاروالۍ مخه پرې نږدي، نو دوى به یې خیمې د ښارولۍ له مخې راټولې کړي.

كابل ښاريان چې د تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ د عيدګاه جومات څنګ ته راټول شوي وو، ژر تر ژره يې د وکیلانو د تحصن د پاى ته رسولو غوښتنه كوله او ويل يې تر يوې اوونۍ د وكيلانو زيات تحصن او د ښاروالۍ د دروازو تړلو په ښار كې ګڼې ستونزې راپورته كړي.

مظاهره كوونكو همدا راز پر وكيلانو غږ وكړ، كه ښاروال په خپله دنده كې رښتيا هم فساد كړى وي، نو وكيلان بايد د ښاروال پر وړاندې قانوني لارې خپلې كړي، نه دا چې د ټولو خلكو پر وړاندې په خپل زور د ښاروالۍ دروازې وتړي.

دوى همدا راز پر وكيلانو هم تور پورې كړ چې اكثره يې د كابل ښاروال د فساد په كيسه كې نه دي، بلكې د خپلو شخصي ګټو د خونديتوب لپاره ښاروال ملامته كوي.

مظاهره كوونكو په دې اړه د ښاروالۍ پر وړاندې تحصن كوونكو وكيلانو ته ګواښ وكړ، كه خپلې خيمې ټولې نه كړي، نو په لسګونه زره د كابل اوسيدونكي به لاس په كار شي او وكيلان به د ښاروالۍ له مخې وشړي.

د حركت د جبهې رئيس حسيب ارين همدا خبره كوي او وايي، دغه وكيلان د خپلو بادارانو لخوا ورته اعمالو ته هڅول كېږي، تر څو د حكومت او خلكو تر منځ د خدمتونو ځنډ رامنځته كړي: ((اوسني تحصن شپږ مليونه كابليان له ستونزو سره لاس و ګرېوان كړي، كه دوى د ښاروالۍ مخه پرې نږدي، نو موږ به سلګونه زره كابليان د دوى پر ضد راپاڅوو او خيمې به يې ايسته وغورځوو.))

د مكروريانو د اوبو رسونې امر عبدالحميد بيا وايي، وكيلان حق نه لري چې د يو ښاروال د ملامتۍ په سزا كې په خپل سر راپاڅېږي او د كابل ښار شپږ مليونه وګړي له ستونزو سره لاس و ګرېوان كړي: ((ښاروالي د خپل توان په اندازه په فعاليت اخته ده، نور څه وكړي؟ چې بودجه نه وي ټول ښار خو ګل ګلزار کولی نشي، خو بيا هم كه ښاروال ملامته وي، نو ټول ښار ته سزا د څه لپاره؟))

خو د عيدګاه جومات خوا ته د راټولو شويو مظاهره چيانو تر څنګ ولاړ د ځوانانو د ټولنې غړي عمران ځاځي بيا ويل، دغه خلك د كابل ښاروال لپاره كار كوي او د هماغه په لمسه د تحصن كوونكو وكيلانو پر ضد راپورته شوي دي: (( زه د تحصن طرفدار يم، ځكه ښاروالۍ چې هر سړك جوړ كړى، دوه درې مياشتې وروسته شړېدلى دى، اوس بايد ولس لاس په كار شي چې د ښاروالۍ ځینو کسانو په رانيولو كې مرسته وكړي او محكمې ته يې د دغه ډول تحصن په زور حاضر كړي.))

بلخوا د تحصن كوونكو وكيلانو له ډلې فرهاد صديقي كليد ته په خبرو كې وويل، دوى د ښاروالۍ دروازه نه ده تړلې، بلكې دا كار هم د ښاروال لخوا شوى چې خپلو مامورينو ته يې امر كړى، څو د ښاروالۍ دروازې وتړي او خپلو دندو ته حاضر نه شي.

هغه زيات كړه، كابل ښاروال د هرې ناحيې مسوول ته دنده سپارلې چې په سلګونه كسان راټول كړي او د تحصن كوونكو وكيلانو پر ضد مظاهرې ته يې وهڅوي: (( موږ په ښاروالۍ كې نه يو دېره، بلكې د ښاروالۍ په پارك كې مو خيمې وهلي، ټول خلك مو ګوري، د خلكو پر وړاندې موانع د ښاروال په امر رامنځته شوي او دا د هغوى خپل كار دى.))

صديقي دغه راز وايي، دوى د كابل د خلكو سالم حق ترلاسه كول او د يو بل فعال ښاروال راوستل غواړي، له دې كبله به د  خپلو غوښتنو تر پوره كېدو پورې تحصن دوام ولري. خو كابل ښاروال له ولسي جرګې سره تر راپورته شوې لانجې وروسته د وكيلانو ګڼ داسې اسناد افشا كړي چې له ده څخه په كې د ناقانونه نومرو او ښارګوټو د جواز وركولو غوښتنه شوې.

بلخوا جمهور رئيس کرزي بيا د دواړو لوريو دوسيه لويې څارنوالۍ ته استولې ده. لويه څارنوالي وايي، وخت ته اړتيا لري څو د دواړو لوريو غير قانوني كړنې وڅېړي او په اړه يې پرېكړه وكړي. مګر تر وروستۍ پرېكړې د مخه ياده ستونزه دومره جدي شوې چې د ولسي جرګې نور غړي هم د كابل د وكيلانو تر شا درېدلي او د د دوشنبې په ورځ يې په خپل عمومي مجلس كې تر تودو بحثونو وروسته پرېكړه وكړه چې ولسي جرګه به كابل ښاروال وروسته له دې، د ښاروال په توګه نه مني.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA