د ليبيا بنغازي کې د ملېشو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي او تر ۹۰ ډېر ټپيان دي. د سختې نښتې له کبله د ښار هوايي ډګر تړل شوى دى.
د ليبيا بنغازي کې د ملېشو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې لږترلږه ۲۴ تنه وژل شوي او تر ۹۰ ډېر ټپيان دي.
د سختې نښتې له کبله د ښار هوايي ډګر تړل شوى دى.
عيني شاهدان وايي، د ياغي ډلې د مشر حفتر جنګياليو د جنګي الوتکو په همکارۍ د فبرورۍ د اوولسمې لېوا په نوم د يوې اسلامپالې ډلې د يوې اډې د له منځه وړلو په هدف جګړه پيل کړې ده.
حفتر په ۲۰۱۱ کال د معمر قذافي د واکمنۍ په ړنګېدو سره له واکه لرې شو.
اسلامپالو جنګياليو په جګړه کې د الوتکو ضد وسلې کارولې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


