ads

سوريې کې موټر بم بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

رپوټونه وايي، د سوريې او ترکيې ترمنځ پولې سره نږدې په يوه موټر بم بريد کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي. په بريتانيا کې مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې په وژل شويو كسانو کې پنځه ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي. رپوټونه وايي، د سوريې […]

نویسنده: TKG
26 غویی 1393
سوريې کې موټر بم بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

رپوټونه وايي، د سوريې او ترکيې ترمنځ پولې سره نږدې په يوه موټر بم بريد کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي. په بريتانيا کې مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې په وژل شويو كسانو کې پنځه ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.

رپوټونه وايي، د سوريې او ترکيې ترمنځ پولې سره نږدې په يوه موټر بم بريد کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي.

په بريتانيا کې مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ويلي، چې په وژل شويو كسانو کې پنځه ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.

دغه بريد د حلب ښار په شمال کې د ترکيې پولې سره نږدې سيمې کې شوی او د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، چاودنه په هغه ځای کې شوې، چې خلک له سوريې بلې غاړې ته اوړي.

دوی وايي، دا لا روښانه، نه ده، چې دغه بريد ځانمرګی و، کنه؟

تركي چارواكي وايي، د پېښې ۴۸ ټپيان د درملنې لپاره له پولې د ترکيې خاورې ته وروړل شوي، چې يوولسو يې وروسته د ور اوښتو ټپونو له كبله ساه وركړه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA