د بدخشان د ارګو په اب باريك كلي كې د غر ښوېيدنې له ناورين وروسته د پېښې له قربانيانو سره د هېواد په ګوټ ګوټ كې د مرستو د راټولولو لړۍ روانه ده.
د بدخشان د ارګو په اب باريك كلي كې د غر ښوېيدنې له ناورين وروسته د پېښې له قربانيانو سره د هېواد په ګوټ ګوټ كې د مرستو د راټولولو لړۍ روانه ده.
په دې لړ كې د پښتون مېشته ولايتونو ځوانان او خيريه بنسټونه تر ټولو مخكې ښكاري او اكثره ځوانان كلي په كلي ګرځي او هڅه کوي چې خلك د بدخشان له وير ځپلو كورنيو سره مرستې ته وهڅوي.
په كابل ولايت كې مېشت مدني فعالان، مطيع الله اباسين، حزب الله اتل، حفيظ هميم جلالزى، جاويد عابد او ګل بلوڅ هغه ځوانان دي چې د غويي له ۱۳مې راهيسې په كوڅو او واټونو كې د چندې ټولولو كمپاين كوي او تر اوسه يې له نيم مليون افغانيو زياتې پيسې قربانيانو ته ور استولې دي.
كابل مېشتي ليكوال او مدني فعال هميم جلالزي د چندې د كمپاين په اړه ليكلي، د ستړيا احساس يې نه دى كړى او څو وخته ډوډۍ يې نه ده خوړلې، حتى په شړكنده باران كې يې هم له ملګرو سره يو ځاى د بدخشان وير ځپلو ته له چندې راټولو خوند اخستى دى: (( موږ سره د ډېرو لوړو وظيفو ځوانان وو، باران سخت خیشته كړل، خو پروا يې نه وه، دوى د بدخشان لپاره هېچا ته هم په لاس اوږدولو ونه شرمېدل، بلكې ما تجربه كړه چې د بې سواده او تعليم يافته قشر ترمنځ هم يوه ډېره ژوره د اعتماد رشته قايمه ده.))
د دغې ډلې يو تن مالي نماينده ګل بلوچ وايي، د مرستو لړۍ په كابل منډيي، اباسين ځدراڼ ماركيټ او شهرنو كې ښه په درز كې روانه وه او له ګڼ شمېر دوكاندارانو څخه يې قربانيانو ته د بوټانو، كاليو او البسې مرستې هم راټولې كړې دي: (( موږ ته ژاوله پلورونكو ماشومانو هم پيسې راكړې، يوې مېرمنې په سودا پسې راوړې ۱۰۵۰۰ افغانۍ نذرانه كړې، يو هلك له دفتره ټليفون راته وكړ چې ورغلو، نو په ژړا ژړا يې ۳۰۰ ډالر او ۱۰۷۰۰ افغانۍ له جيبه راوويستې. د وردګو ولايت يو كاكا راته د خپل كور كالي او جامې راكړې چې د بدخشان خلکو ته یې ورسوو.))
په كابل كې د خط نو په نوم سازمان هم وایي چې یوه اندازه مرستې يې برابرې کړې او ډېر ژر به یې په بدخشان کې د وروستي ناورین زیانمنو شویو کورنیو ته ورسوي: ((موږ هم په کابل کې د مرستې د ټولو پروګرام پیل کړی چې زيانمنو ته مرستې ټولې کړو.))
بل لورته د افغان ترک لېسې عمومي ریاست سلاكار عماد الدين سراجي هم وايي دوى د بدخشان افت ځپليو ته لازمې مرستې برابرې كړې دي: ((موږ یو پلاوی تخار ته استولی او له هغه ځای نه مواد اخلي چې زر تخطې کمپلې، زر بوجۍ اوړه او زر بوجۍ وریجې په کې شاملې دي.))
خو د قبايلو لپاره د رحمان بابا لېسې زده كوونكي بيا وايي، په خپله څه نه لري، مګر د بدخشان ټپیانو ته یې خپله وینه نذرانه كړې ده.
د دې ليسې يو تن استاد وايي، په لېسه كې لګېدلي رضاكاره كمپ د زده كوونكو لسګونه زره سي سي وينه د بدخشان ارګو ته انتقال كړې او هلته به يې ټپيانو ته وخېژوي.
په همدې حال کې له ځینو ولایتونو هم راپورونه خپاره شوي چې له ځپل شویو خلکو سره د مرستې د راټولو لړۍ ښه په شدت سره روانه ده.
د پكتيا اوسېدونكى، ژورنالست او مدني فعال اسماعيل لاروى لیکي، په دغه ولايت كې د ودان افغانستان ګوند لخوا د چندې ټولولو كمپاين سره نږدې هر وګړي تر خپلې وسې مرسته وكړه: (( موږ وليدل چې د امنيې قومندان ۱۰ زره افغانۍ وركړې، يو ځوان خپله روزمزدوري( ۵۰۰ افغانۍ) چنده كې واچولې، يوې نجلۍ خپل طلايي بنګړي او ۵۰۰ افغانۍ راواستولې، داسې لسګونه او سلګونه خلك راووتل او اكثره كسانو، خو يې له خپلې وسې زيات اخلاص څرګند كړ، ټولو ژړل چې د ملي وحدت يو مثال مو قايم كړ، ځكه اكثره خلكو بدخشان په سترګو نه دی کتلی، خو په وير يې سترګې سرې وې.))
د هلمند اوسېدونكي رحيم خان شېدا هم د بدخشان د پېښې په درېيمه ورځ د خپل فیسبوك په پاڼه ليكلي وو چې د ودان افغانستان ګوند لخوا يې د چندې كمپاين پيل كړى او ګڼې مرستې يې د ولايت د مرستو كمسيون ته تسليم كړې دي: ((هلمنديانو پوښتنه ونه كړه چې دا پيسې به د بدخشان خلكو ته ورسېږي او كه نه، خو سترګې به يې پټې كړې او د زړه په اخلاص به يې پيسې او جنسي مرستې راوړې.))
د هلمند په ګاونډي كندهار ولايت كې بيا ځوان ژورنالست صادق رښتينى وايي، ځوانانو د بدخشان له پېښې يوه ورځ وروسته د شهیدانو او سردار مدد خان په څلورلارو لوى لوى پوسټرونه وځړول، له قربانيانو سره د مرستې شعارونه يې ولګول، صندوقونه يې كېښودل او حتى يوه ډله ځوانانو پر موټرونو لوډسپيكرې ولګولې او كوڅه په كوڅه يې له خلكو د پېښې قربانيانو ته مرستې راټولې كړې.
دى زياتوي تر اوسه يې چې خپله معلومات راټول كړي، نو د دغه ښار يو بانفوذه شخصيت حاجي حكمت ښادمن پنځه مليونه افغانۍ د پېښې قربانيانو ته نذرانه كړي، جمعيت اصلاح ګوند بيا نيم مليون افغانۍ راټولې كړې او د ودان افغانستان ګوند غړي لا هم كوڅه په كوڅه جنس او نغدي مرستې راټولوي چې ټولې به په يو ځاى اعلان كړي: (( په كندهار كې د بدخشان په وير راډيوګانو ۲۶ ساعته ماتم وكړ او هېڅ سندره يې خپره نه كړه. بلكې د خواخوږۍ او غمشريكۍ پېغامونه يې خپرول.))
د ننګرهار په اړه هم راپورونه وايي چې د دې ولايت په ګڼو ولسواليو كې لا هم د بدخشان ناورين ځپلو سره د مرستې ټولولو كمپاين روان دى.
د راپورونو له مخې په ننګرهار كې اوسمهال جمعيت اصلاح ګوند د خپلې راډيو له لارې هڅه كوي خلك د بدخشان مرستې ته راوبولي، خو يو شمېر ځوانان يې په كليو او ولسواليو كې خلك د بدخشانيانو مرستې ته رابولي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى هم وايي چې له پېښې وروسته د والي په مشرۍ بيړنۍ ناسته شوې او چارواكو ته دنده سپارل شوې چې د يو كمسيون له لارې له مامورينو، ولسي خلكو او سوداګرو څخه مرستې راټولې او دوى وهڅوي چې بدخشانيانو ته تر خپلې وسې چنده وركړي.
بلخوا په دغه ولايت كې د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلينو هم ګڼې مرستې راټولې كړې او وايي، ډېر ژر به يې له يو پلاوي سره د پېښې ځاى ته واستوي.
د لوګر د ولایتي شورا رئیس عبدالولي وکیل بيا وايي، په دې ولایت کې دولتي مامورينو د خپلې یوې ورځې تنخوا د بدخشان د ناورین زیانمنو شویو ته ځانګړې کړې.
په لوړه کچه تر اوسه د جمهوري رياست دوه مخكښو كانديدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي او انتخاباتي ټيمونو يې د پېښې له قربانيانو سره مرسته كړې، دغه راز د جمهور رئيس كرزي د كابينې اكثره وزيرانو بيا د خپلو معاشونو يوه برخه قربانيانو ته نذرانه كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

