په ننګرهار کې د اتو پياوړو سیمه يیزو کرکټ لوبډلو ترمنځ، د ننګرهار احمدزي پريمرليګ ترسرلیک لاندې شل اوریزه سیالي پیل شوه. په ختیځ کې د کرکټ بورډ چارواکي وایي دغه لوبې د یوه سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي لګښت پیل شوې دي.
په ننګرهار کې د اتو پياوړو سیمه يیزو کرکټ لوبډلو ترمنځ، د ننګرهار احمدزي پريمرليګ ترسرلیک لاندې شل اوریزه سیالي پیل شوه.
په ختیځ کې د کرکټ بورډ چارواکي وایي دغه لوبې د یوه سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي لګښت پیل شوې دي.
د کرکټ بورډ له مطبوعاتي ادارې څخه کلید ته په راستول شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، دغه سیالۍ چې د جلال اباد ښار سراج العمارت او بهسودو کرکټ لوبغالو کې ترسره کېږي پرون پيل او دولس ورځې به دوام وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو سیاليو په لومړۍ لوبه کې شينوارو اليون لوبډلې احمدزي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې توپ وهنه احمدزي کاروان لوبډلې وکړه، چې لومړيو لوبغاړو يې ډېره تېزه لوبه پیل کړه، خو ترڅه ځنډ وروسته یې د لومړنیو لوبغاړو په سوځېدو لوبه کمرنګه شوه.
احمدزي کاروان لوبډلې په شلو اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۹۷ منډو هدف وټاكه، چې دغه هدف شينوارو اليون لوبډلې په اسانۍ سره د لوبې په شپاړلسم اور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی اصف ونومول شو، چې د خپلې سيالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې سوځولي وو.
د کرکټ بورډ چارواکي وايي له دې لوبو څخه یې موخه په ننګرهار او په ټوله کې د هېواد کرکټ ته وده ورکول دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


