د عراق په فلوجه ښار كې تېره ورځ د دولت ضد وسله والو په ډزو کې يوولس تنه ووژل شول. د فلوجه په عمومي روغتون کې موظف ډاکټر احمدشامي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي، چې شل تنه نور کسان د همدغو وسله والو په بريدونو كې ټپيان
د عراق په فلوجه ښار كې تېره ورځ د دولت ضد وسله والو په ډزو کې يوولس تنه ووژل شول.
د فلوجه په عمومي روغتون کې موظف ډاکټر احمدشامي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي، چې شل تنه نور کسان د همدغو وسله والو په بريدونو كې ټپيان شوي هم دي.
دا کسان په داسې حال کې وژل شوي، چې د عراق پوځي ځواکونو د فلوجې د کنټرول لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.
د عراق دفاع وزارت ويلي، چې د دې هېواد پوځ په القاعدې پورې تړلي زيات شمېر کسان وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

