ads

پر ډله ییز قبر د چارواکو تل پاتې یادګار

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريك سيمه كې د غر ښوېيدنې له ناورين وروسته لسګونه خيريه بنسټونه سيمې ته ورسېدل، د ځايي خلكو او ملي ځواكونو پر مټ يې د ژغورنې تر څنګ د سرپنا او خوړو مرستې پيل كړې. د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريك سيمه كې د غر ښوېيدنې […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1393
پر ډله ییز قبر د چارواکو تل پاتې یادګار

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريك سيمه كې د غر ښوېيدنې له ناورين وروسته لسګونه خيريه بنسټونه سيمې ته ورسېدل، د ځايي خلكو او ملي ځواكونو پر مټ يې د ژغورنې تر څنګ د سرپنا او خوړو مرستې پيل كړې.

د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په اب باريك سيمه كې د غر ښوېيدنې له ناورين وروسته لسګونه خيريه بنسټونه سيمې ته ورسېدل، د ځايي خلكو او ملي ځواكونو پر مټ يې د ژغورنې تر څنګ د سرپنا او خوړو مرستې پيل كړې.

خو په ټولنيزو شبكو كې له پراخو غبرګونونو سره د يو شمېر چارواكو داسې انځور هم خپور شوى چې د جمهور رئيس مشاور وزير نعمت الله شهراني، د كرنې وزير محمد اصف رحيمي، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اكبري او تر څنګ يې په عكس كې يوه بله نامعلومه ښځه د پېښې د قربانيانو پر ډله ييز قبر د غوړېدلو قالينو د پاسه درېدلي او په خندا خندا کې یې یادګاري عکسونه اخستي.

ويل كېږي دغو چارواكو د پېښې په دوهمه ورځ دولتي مرسته سيمې ته وروړې وه، خو د عكسونو ايستلو خندني سټايلونو يې د سيمې خلك  په خپل غم لا وژړول.

د فیسبوك او ټويټر په پاڼه د سلګونه افغانانو لخوا په خپاره كړي انځور كې چارواكي د خندا په حالت كې ليدل كېږي، خو شاوخوا يې د مرستې لپاره راټول شوي قربانيان د سخت غم، ستړيا او د مرستې د حسرت په څپو كې ډوب ښكاري.

نعمت الله شينوارى چې د فیسبوك فعال ليكوال دى، د چارواكو لخوا د ارګو په ډله ييز قبر ايستلى عكس يې خپور كړى او په احساساتي انداز يې ليكلي چې د بدخشان تر پېښې د دغو چارواكو بې حسۍ سخت ژړولى دى: (( نه پوهېږم چې د دې عكس په اړه څه ووايم، بدخشان په وينو سور دى او دغه څو چارواكي د قربانيانو د ډله ييز قبر د پاسه په خپل ملت پورې خاندي.))

د شينواري تر څنګ د فیسبوك او ټويټر په پاڼو سلګونه نورو كسانو هم خپل دردوونكي تاثرات وړاندې كړي دي.

سيد نعيم عابد وايي، توقع يې نه لرله چې د ملت د غم پر وخت يې چارواكي خوشالۍ وكړي او د ملت د وير شيبې په خپلو خندنيو انځورونو يادګاري وګرځوي: (( يقين وكړئ دې عكس سخت خپه كړى يم، ملت د قربانيانو ماتم لمانځي، درګرده په هېواد كې مرستې راټولېږي او دوى په موږ پورې ملنډې وهي.))

په ننګرهار ولايت كې د مخدره موادو پر ضد د ادارې پخواني رئيس وكيل اټك هم د فیسبوك په پاڼه له ياد عكس سره ليكلي: (( دا مو خلك او دا مو چارواكي، پروردګاره زموږ په حال رحم وكړه.))

د ارګو په ډله ييز قبر د چارواكو دغه لړزوونكي انځور مدني بنسټونه هم پارولي او په دې اړه يې د كلك غبرګون ښودلو تر څنګ غوښتنه كړې چې په عكس كې راټول چارواكي بايد له ملت څخه بښنه وغواړي.

د افغانستان د مدني بنسټونو د فډراسيون رئيس منصور انصاري وايي: ((سلګونه هېوادوال مو تر خاورو لاندې دي، له كونړه تر بادغيس ملي ماتم دى، خو دولتي پلاوى د پېښې په ځاى كې تفريح كوي او يادګاري عكسونه اخلي. ماشومان او مېرمنې مو خلاصې هوا ته شپې سبا كوي، خو دوى ځانته سرې قالينې اوارې كړې چې بوټان يې ناپاكه نه شي.))

يو شمېر ديني عالمانو هم په دې اړه غبرګون ښودلى، مولانا عبدالله محمودي په دې اړه وايي: (( په نورو مسلمانانو د وير او بربادۍ پر مهال خوشالي كول د الهي قهر سبب ګرځي.))

محمودي چې په خپله هم د بدخشان اوسېدونكى دى، د خپل ټويټر او فیسبوك په پاڼه دغه خپور كړي عكس كې نامعلومه كسان مريم كوفي او فوزيه كوفي معرفي كوي. دى له دولته غواړي چې ژر تر ژره د خپلو دغو چارواكو په رانيولو كې اقدام وكړي او له دندو يې وشړي.

خو په دې منځ کې ښه زیری دا دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ په تېره بیا په مرکز کابل او په جنوب کې د پېښې د قربانيانو لپاره د ځوانانو، محصلينو، د مدني بنسټونو او عامو خلکو لخوا د ولسي مرستو ټولولو لړۍ هم ښه په شور روانه ده. كم عمره مدني فعال ګل محمد بلوڅ وايي، د شنبې( د غويي له ۱۳مې) له ورځې يې په كابل كې له ملګرو سره د چندې كمپاين پيل كړى او تر اوسه يې نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ راټولې كړې دي: (( خلكو د كور جامې، ښځو خپلې ګاڼې، دوكاندارانو بوټونه او نور كالي راته نذرانه كې راكړل، يوې ښځې سودا پسې ۱۰۵۰۰ افغانۍ راوړې وې ټولې يې موږ ته راكړې، ولس د بدخشان په غم سخت ويرجن ښكاري.))

دا په داسې حال كې ده چې د جمهور رئيس لومړي مرستيال يونس قانوني ويلي، دولت د وروستۍ پېښې له كبله له خاورو او خټو څخه د قربانيانو د راايستلو توان او وسايل نه لري، له دې كبله يې د ارګو راښوېيدلې غونډۍ د قربانيانو د ډله ييز قبر په نوم ونوموله. یادونه: د ارګو د پېښې په اړه ډېر جزییات د اوونۍ مقالې په پاڼو کې ولولئ!

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA