ads

لويديزو هېوادونو او ناټو کريميا ته د پوتين پر سفر توند غبرګون وښود

لويديزو هېوادونو او ناټو له اوکراين څخه جلاشوې او له روسيې سره يوځاى شوې سيمې کريميا ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين پر سفر توند غبرګونونه ښودلي دي. لويديزو هېوادونو او ناټو له اوکراين څخه جلاشوې او له روسيې سره يوځاى شوې سيمې کريميا ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين پر […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1393
لويديزو هېوادونو او ناټو کريميا ته د پوتين پر سفر توند غبرګون وښود

لويديزو هېوادونو او ناټو له اوکراين څخه جلاشوې او له روسيې سره يوځاى شوې سيمې کريميا ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين پر سفر توند غبرګونونه ښودلي دي.

لويديزو هېوادونو او ناټو له اوکراين څخه جلاشوې او له روسيې سره يوځاى شوې سيمې کريميا ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين پر سفر توند غبرګونونه ښودلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي په سويستاپول ښار کې په دويمه نړيواله جګړه کې د شوروي اتحاد د بري جشن لمانځلو په مراسمو کې د پوتين ګډون، پاروونکى او غير اړين وباله.

د ناټو سرمنشي انډرس فوګ راسموسن ويلي، چې دوى کريميا د روسيې د يوې برخې په توګه په رسميت نه پېژني.

د اروپا د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کاترين اشټن په يوه بيان كې ويلي، دا ورځ د دويمې نړيوالې جګړې د زيات شمېر قربانيانو د وياړ ورځ ده او بايد د کريميا غيرقانوني يوځاى کول په کې ښکاره نه شي.

د روسيې جمهوررئيس ويلاديمير پوتين پرون د خپلو خبرو په ترڅ كې له وسله والو ځواکونو څخه د جګړې ګټلو په بدل کې مننه وکړه او له روسيې سره د کريميا ورګډېدل يې وستايل.

له روسيې سره د کريميا د يو ځاى کېدو مسئلې د لوېديځ او روسيې اړيکې ترينګلې کړې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA