ads

پاكستان كې زلزلې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې له امله د وروستيو راپورنو له مخې، دوه تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي. پژواك د پاکستانيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ ليكلي، چې دغه زلزله تېره شپه ناوخته د سند ايالت اړونده د نواب شاه     د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې […]

نویسنده: TKG
19 غویی 1393
پاكستان كې زلزلې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې له امله د وروستيو راپورنو له مخې، دوه تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي. پژواك د پاکستانيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ ليكلي، چې دغه زلزله تېره شپه ناوخته د سند ايالت اړونده د نواب شاه

 

 

د پاکستان په سند ايالت کې د زلزلې له امله د وروستيو راپورنو له مخې، دوه تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

پژواك د پاکستانيو رسنيو د راپورونو پر بنسټ ليكلي، چې دغه زلزله تېره شپه ناوخته د سند ايالت اړونده د نواب شاه ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې شوې ده.

راپورونه وايي، چې د دې زلزلې له امله په ګڼ شمېر کليو کې لسګونه کورونه نړېدلي دي.

رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى، چې په دې زلزله کې تر اوسه دوه تنه مړه او تر ٧٠ زيات ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي، چې په دې زلزله کې خلکو ته ډېر زيات مالي زيانونه اوښتي او لسګونه کورونه ړنګ شوي دي.

مسوولينو وېره څرګنده کړه ، چې کېداى شي د مړو او ټپيانو شمېره زياته شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA