د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى، چې وتلى روزونکى ډېو واټمور به د ٢٠١٥ کال د نړيوال جام تياريو لپاره له افغان لوبـډلې سره مرسته کوي.
د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړى، چې وتلى روزونکى ډېو واټمور به د ٢٠١٥ کال د نړيوال جام تياريو لپاره له افغان لوبـډلې سره مرسته کوي.
ټاکل شوې ده، چې د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ٢٠١٥ زېږديز کال په فرورۍ مياشت کې په استراليا او نيوزيلينډ کې په ګډه ترسره کړي.
دې سياليو ته د لومړۍ درجې هېوادونو ترڅنګ افغانستان، ايرلينډ، سکاټلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلو هم لاره موندلې ده.
پژواك په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ ليكلي، چې ډيو واټمور به د نړيوال جام د تياريو په لړ کې د يادو څلورو هېوادونو لوبـډلو سره مرسته کوي.
سرچينې زياته کړې، چې واټمور د روزنې په برخه کې پراخه تجربه لري او تر دې مخکې يې د پاکستان، بنګله دېش او سريلانکا د ملي لوبـډلو د روزونکي په توګه پاتې شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې واټمور به د کرکټ د نړيوالې شورا د لوړو مهارتونو له مسوولينو سره په يو ځاى يادو لوبډلو ته مشورې ورکوي او د روزنې په برخه کې به ورسره همکاري کوي.
اى سي سي ويلي، چې واټمور به راتلونکې اونۍ خپله نوې دنده په سکاټلينډ کې پيلوي، چېرته به چې هغه د اړوندو لوبـډلو له ملي روزونکو سره ليده کاته پيل کړي.
واټمور ويلي: (( زه په دې نوې تاريخي دندې خوښ يم، د کرکټ د دويمې درجې هېوادونو لوبـډلې حيراوونکې وړتياوې لري، زه به هڅه وکړم، چې په راتلونکو لسو مياشو کې دغو لوبـډلو سره مرسته وکړم.))
د افغانستان ملي روزونکي کبيرخان ويلي، چې که څه هم دوى د نړيوال جام لپاره د تياريو او تمريناتو يو قوي مهال وېش جوړ کړى، خو په دې برخه کې يې د واټمور ټاکنه ګټور ګام بللى دى.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي پژواک اژانس ته وويل، چې د واټمور ټاکل به د افغانستان د ملي لوبډلې په روزنه کې ډېره ګټوره ثابت شي.
هغه زياته کړه، چې واټمور د سيمې د درېيو هېوادونو روزونکى پاتې شوى او د دې سيمې د لوبغاړو له وړتياوو او استعدادونو څخه خبر دى.
ستانکزي وويل، د افغانستان کرکټ بورډ پلان لري، چې په متحده عربي اماراتو او استراليا کې روزنيز کمپونه پيل كړي او واټمور به په دې هېوادونو کې له ملي لوبډلې سره له نږدې مرسته کوي.
د هغه په وينا، دغه راز هغه به د ملي لوبډلې ملي روزونکي، مدير او د لوړو مهارتونو مسوولينو ته هم مشورې ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


