د خوست د تڼيو ولسوالۍ په دوو مختلفو سیمو کې دوې ټولګټې پروژې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د دواړو پروژو د پرانیستل کېدو پر مهال وویل، چې د دې پروژو لګښت د ثبات په نوم پروګرام له لورې ورکړل شوی
د خوست د تڼيو ولسوالۍ په دوو مختلفو سیمو کې دوې ټولګټې پروژې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ د دواړو پروژو د پرانیستل کېدو پر مهال وویل، چې د دې پروژو لګښت د ثبات په نوم پروګرام له لورې ورکړل شوی دی.
یوه پروژه د تڼیو په مرکز دره ګي کې د اوبو ذخېره وه او دویمه یې هم د همدې ولسوالۍ د اطمان په سیمه کې استنادي دیوال دى.
چارواکي وايي، له دواړو پروژو به زرګونه کورنۍ ګټه پورته کړي، چې پرې شاوخوا دوه ميلیونه افغانۍ لګښت شوی او چارې یې په نیږدې درېیو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د ځدراڼ په خبره، د اوبو لپاره په جوړه شوې ذخیره کې شاوخوا ۶ زره لېتره اوبه ځایږي او د استنادي دېوال په ترڅ کې څه باندې ۱۲ نیم سوه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو له زیان څخه خوندي شوه.
د سیمې اوسېدونکو هم د دواړو پروژو پر پلې کېدو خوښي څرګندوله.
د یادونې وړ ده، دغه پروژې په خوست کې د ثبات په نوم پروګرام په چوکاټ کې پلې کېږي، چې د ولس په ونډه اخیستنه ترسره کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


