د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله پنځمه لوبه كې نيپال ته ماتې وركړه. د دې پنځوس اوريزې لوبې پچه نيپال وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله پنځمه لوبه كې نيپال ته ماتې وركړه.
د دې پنځوس اوريزې لوبې پچه نيپال وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
افغان لوبډلې په پنځوسو اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۶۳ هدف كېښود، خو سياله لوبډله يې په پوره كولو ونه توانېده.
د كركټ ملي لوبډلې وړمه ورځ په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه.
افغان لوبډلې په دې سياليو کې په خپله درېيمه لوبه كې له ماليزيا څخه ماتې خوړلې، خو خپله دويمه لوبه يې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې او لومړۍ لوبه يې د هانګ كانګ له لوبډلې څخه ګټلې وه.
په دې سياليو کې، چې په ماليزيا کې روانې دي، د افغانستان ترڅنګ، ماليزيا، هانګ کانګ، متحده عربي امارات، نيپال او عمان برخه لري او تراوسه افغانستان تر ټولو مخكې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


