سره له دې، چې په دې وروستيو کې د پاکستان په ښارونو کې ترهګريز بريدونه وشول او همدارنګه په قبايلي سيمو کې د وسله والو پر پټنځايونو بمبارۍ وشوې، د پاکستان لومړى وزير نواز شريف وايي، له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو ته هيله من دى.

نوموړي بي بي سي سره په مركه كې ويلي، اوس هم هيله من دى، چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې به په پاکستان کې تاوتريخوالي ته د پاى ټکې کېږدي.
نواز شريف وايي، تراوسه پورې دوى د خبرو دوه پړاوونه ترسره کړي او درېيم پړاو به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.
د سولې خبرې سږکال د مارچ په مياشت کې پيل شوې، چې ورسره د پاکستاني طالبانو او حكومت ترمنځ اوربند هم وشو، خو دا اوربند وروسته له هغې پاى ته ورسېد، چې طالبانو د اپرېل په مياشت کې وويل، حکومت د دوى غوښتنو ته هېڅ ځواب نه دى ويلى.
د طالبانو په غوښتنو کې د بنديانو خوشې کول او د شرعي نظام نافذول هم شامل دي، خو نواز شريف وايي، چې د سولې خبرې بايد د اساسي قانون په چوکاټ کې ترسره او په دې توګه وسله والې ډلې له منځه لاړې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ