د عراق د پايتخت بغداد په شمال کې تېره ورځ موټر بم چاودنې او ډزو کې لږ ترلږه ۷ تنه وژل شوي دي. پوليس وايي، په توزخورماتو ښارګوټي کې يوه رستورانټ ته نږدې ځانمرګي موټر بم بريد كې درې تنه وژل شوي او د دوو سرتېرو په ګډون ۱۷ نور كسان ټپيان
د عراق د پايتخت بغداد په شمال کې تېره ورځ موټر بم چاودنې او ډزو کې لږ ترلږه ۷ تنه وژل شوي دي.
پوليس وايي، په توزخورماتو ښارګوټي کې يوه رستورانټ ته نږدې ځانمرګي موټر بم بريد كې درې تنه وژل شوي او د دوو سرتېرو په ګډون ۱۷ نور كسان ټپيان دي.
د پوليسو په وينا، وسله والو د بغداد په ختيځ کې د صنعت وزارت يو کارکوونکى په ډزو وواژه او وتښتېدل.
وسله والو همداراز پرون د بغداد په لوېديځ کې يو پوليس، چې له کاره فارغ شوى و، په بايا ګاونډ کې د هغه کور ته نږدې وواژه.
د فلوجه ښار په شمال ال کرما ښارګوټي کې دوه تنه د هاوان ګوليو د لګېدو له كبله وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


