ads

له سلو زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۴۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ ټپيان دي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي. ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد په […]

نویسنده: The Killid Group
15 غویی 1393
له سلو زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۴۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ ټپيان دي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د ملي اردو ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ۴۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۶ ټپيان دي او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه تصفيوي عمليات د زابل، ميدان ورګ، كندهار، هلمند او غزني ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.

بلخوا د كورنيو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۳ تنه ټپيان دي او ۷ نور ژوندي نيول شوي دي.

د دې وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې دغه تصفيوي عمليات د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA