ads

د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کې ٢ تنه ووژل شول

نامعلومو وسله والو نن سهار د پېښور – تورخم پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په وزير ډنډ سيمه کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد كړى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي. نامعلومو وسله والو نن سهار د پېښور – تورخم پر […]

نویسنده: TKG
15 غویی 1393
د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کې ٢  تنه ووژل شول

نامعلومو وسله والو نن سهار د پېښور – تورخم پر لويه لار د خيبر ايجنسۍ په وزير ډنډ سيمه کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد كړى، چې له كبله يې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د خيبر اېجنسۍ امنيتي چارواكي وايي، د بريد له كبله د ناټو دريو موټرو اور هم اخيستى دى.

د رپوټونو له مخې، دواړه وژل شوي كسان موټر چلوونكي دي.

تر بريد وروسته د پېښور – تورخم لويه لاره نژدې ٢ ساعته د مسافرو پرمخ تړل شوې وه، چې بيا وروسته بېرته پرانېستل شوه.

د پېښور – تورخم پر لويه لار له دې مخكې هم په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر اكمالاتي كاروانونو بريدونه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA