ads

افغان لوبډلې د اسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې عمان ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د آسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه. د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله او د عمان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه. د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د آسيا غوره ليګ […]

نویسنده: TKG
15 غویی 1393

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د آسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه. د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله او د عمان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې نن د آسيا غوره ليګ سياليو په لړ كې په خپله څلورمه لوبه كې عمان ته ماتې وركړه.

د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه افغان لوبډلې وگټله او د عمان لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.

د عمان لوبډلې په ۴۸ اعشاريه ۱ اورونو كې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې كړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۸۷ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې په ۳۴ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره كړ او لوبه يې وګټله.

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې پرون په دې سىالىو کې په خپله درېيمه لوبه كې له ماليزيا څخه ماتې وخوړه.

د کرکټ ملي لوبډلې خپله دويمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې او لومړۍ لوبه يې د هانګ كانګ له لوبډلې څخه ګټلې وه.

په دې سياليو کې، چې په ماليزيا کې روانې دي، د افغانستان ترڅنګ، ماليزيا، هانګ کانګ، متحده عربي امارات، نيپال او عمان برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA