د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې په دې هېواد كې د کرونا ويروسي ناروغۍ له كبله د مړو شويو كسانو شمېر ۱۱۱ ته پورته شوى او په دې ناروغۍ ۳۹۶ نور کسان اخته شوي دي.
د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې په دې هېواد كې د کرونا ويروسي ناروغۍ له كبله د مړو شويو كسانو شمېر ۱۱۱ ته پورته شوى او په دې ناروغۍ ۳۹۶ نور کسان اخته شوي دي.
د ياد وزارت سر پرست عادل الفقيه ويلي، د وزارت کارپوهان يې هڅه کوي، ترڅو د يادې ويروسي ناروغۍ علت ومومي او په څو ورځو كې يې خلکو ته اعلان كړي.
تر دى وړاندى يو مصري وګړى هم د کرونا په ناروغۍ اخته شوى و او مصري چارواکو له خپلو اتباعو غوښتي، ترڅو سعودي عربستان ته له سفره ډډه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

