تېره اوونۍ د غويي د اوومې او اتمې نېټې پر پېښو رسنیو تاوده بحثونه وکړل. شنونكي د دغو دوو ورځو په اړه سره وېشل شوي دي. ځینې دواړه ورځې له ناخوالو ډکې بولې، خو ځینې نور بیا د ثور ۷مه د افغانستان د بربادۍ پیل او د ثور ۸مه د افغانستان ملت د بریالیتوب ورځ بولي چې پسې راوروسته پایلو یې ناخوالې زېرولې دي.
تېره اوونۍ د غويي د اوومې او اتمې نېټې پر پېښو رسنیو تاوده بحثونه وکړل. شنونكي د دغو دوو ورځو په اړه سره وېشل شوي دي. ځینې دواړه ورځې له ناخوالو ډکې بولې، خو ځینې نور بیا د ثور ۷مه د افغانستان د بربادۍ پیل او د ثور ۸مه د افغانستان ملت د بریالیتوب ورځ بولي چې پسې راوروسته پایلو یې ناخوالې زېرولې دي.
د ۱۳۵۷ كال د غويي په اوومه خلق و پرچم ډلو د سردار محمد داوودخان پر واكمنۍ توره كودتا وكړه، هغه يې د خپلې كورنۍ له ۱۸ غړو سره يو ځاى شهيد او جمهوریت یې ونړاوه.
د دغې ورځ په ماښام حفيظ الله امين د سلطنتي خاندان د پاشلو اعلان وكړ او د نورمحمد تره كي په مشرۍ چې د انقلابي شورا رئيس و، نوی حکومت اعلان شو. د دغې واکمنۍ رامنځته کېدل شول چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عکس العملونه راوپارېږي. په خپله د دغه رژيم سمبالوونكي هم يو بل ته غله شول. نورمحمد تره كى ووژل شو، پر ځاى يې د هغه وفادار شاګرد حفيظ الله امين راغى. هغه هم ووژل شو او ببرکارمل د روسانو پر اوږو ناست واک ته ورسېد او افغانستان اشغال شو.
منتقدين او په خپله په دغو رژيمونو كې پاتې شوي خلك اوس تر زيات فكر وروسته وايي، كمونيستي ډلو د خپلې تورې كودتا له كبله افغانستان په ډېرو رنځونو اخته كړى.
د ببرك كارمل د دورې چارواكى ولسوال ګل ولي كليد ته په همدې مسئله غږېدلی او ويلي يې دي كه پرچم او خلقي ډلو رښتيا هم د افغانانو د وېښتيا لپاره هلې ځلې كولې، نو توره كودتا يې لاره نه وه: (( هغه كودتا ډېره بې وخته وه، كه افغانان پرېښودل شوي واى، اوس به سياسي شعور، د علم كچه، د فيوډالانو محاكمه او نور عصري پرمختګونه په خپل خپل وخت سره شوي واى. زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چې د ثور د اوومې كودتا يوه ستره تېروتنه وه.))
كه د ثور د اوومې له ناخوالو راوګرځو، د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي اتمه هغه نېټه ده چې د خلق و پرچم او روسانو په همکارۍ جوړ شوي وروستي حکومت په کې ساه ورکړه. د ثور اتمې نېټې د افغانستان په تاریخ کې د ملت د جهاد د بریا د ورځې نوم هم ګټلی، خو تر دې وروسته په کابل کې د واک پر سر د تنظیمي ډلو ترمنځ نښتې او په دغو نښتو کې د بې ګناه انسانانو وژل کېدل، هغه سکروټې دي چې لا هم تر اېرو لاندې محسوسېږي.
په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته چې د جمهور رئیس کرزي په مشرۍ انتقالي، موقت او جمهوري حکومتونه په یو بل پسې راغلل، د ثور اتمه لمانځل کېږي او په دغه ورځ عمومي رخصتي هم وي.
لیکوال او ژورنالیست زبیر شفیقي چې د هجرت په کلونو کې په پېښور کې پاتې شوی او اوس د ویسا ورځپانې مسوول مدیر دی، وايي چې د مجاهدينو د بريا ورځ د افغانانو د بريا ورځ وه، خو لمانځل به يې هغه وخت وياړ واى چې افغانستان د ۱۳۷۱ لمریز کال د غويي له اتمې راوروسته د استحكام پر لور ګامونه اخستي واى: (( دغه بريا د تنظيمونو كشمكش، د اقتدار پر سر جګړو او د بې ګناه ولسي وګړو وژنو تر سیوري لاندې راوست. د دې جګړو ناسور دومره اوږد شو چې اوس هم افغانان يو تر بله وژني، د نړۍ مرستې ته احتياج يو، پردي لاسونه راننوتل او افغانستان يې د كمره پر غاړه ودراوه.))
خو د چارو شنونكى قاضي عبداللطيف همراز بيا په دې نظر دى چې ولس بايد د دغو ورځو په وير او خوشالۍ لمانځلو غلط نه كړاى شي، بلكې كه اوسنى دولت او په افغانستان كې د بشري حقونو خپلواك كمسيون رښتيا هم د تېرو ناخوالو جبرانول غواړي، نو د بشري حقونو د تېرو ناخواو چمتو شوی راپور ((د منازعې تصوير)) دې، راوړاندې او جنګي جنايتكاران دې افشا كړي.
دى وايي، ولس د داسې وخت او ورځې د راتلو او ليدو په تمه دى چې دی چې د غويي له اوومې تر اوسه د افغان ولس د بربادوونكو او جنګي جنايتكارانو محاكمه وشي او هغوى د خپل جرم په سزا ورسول شي:(( ابله ورځ مې كابل پوهنتون مخې ته د زرګونه جنګي قربانيانو انځورونه وليدل چې د سړك په غاړه ځړول شوي وو، دا په دې معنی چې تېر جرمونه له خلكو هېر نه دي، د كمونستانو كودتا د يوې بدمرغۍ پيل و او تنظيمي جګړې د بلې… دواړو بدمرغيو ولس ته د كلونو ناخوالې پرېښودې. زه په دې خپه يم چې جمهوريت هسې په هسې ړنګ شو او بيا د جهاد د بريا ورځ زموږ په وينو ورنګېده، ولس هم اوس د همدې پېښو د عاملينو محاكمه غواړي، خو دا په هغه صورت كې كېداى شي چې په افغانستان كې د بشري حقونو نارې وهونكې اداره يعنې د بشري حقونو خپلواك كمسيون له دوه، درې كلونو راهيسې خپل چمتو كړى راپور خپور کړي.))
ویل کیږي د ((منازعې تصوير)) په نوم راپور د بشري حقونو خپلواك كمسيون لخوا د سردار محمد داوود خان د حکومت له ړنګېدو وروسته تر ۲۰۰۱ میلادي کاله (( د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې مې له کودتا تر ۱۳۸۱ ) پورې د جنګي جنایاتو، ملکي وژنو او په زندانونو او شخصي توقیف ځایونو کې د شکنجو په مستنده توګه چمتو شوى، انځور دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


