ads

بارک اوباما په بدخشان كې د خلکو پر مړينې خواشيني څرګنده كړې

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ كې د ځمك ښويېدنې له كبله د ګڼ شمېر كسانو پر مړينې خواشيني څرګنده كړې ده. چارواكي وايي، پرون د يوې لويې تپې ښويېدو په پېښه كې له ۲۱۰۰ زيات كسان مړه شوي دي. د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د بدخشان ولايت په ارګو […]

نویسنده: TKG
13 غویی 1393
بارک اوباما په بدخشان كې د خلکو پر مړينې خواشيني څرګنده كړې

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ كې د ځمك ښويېدنې له كبله د ګڼ شمېر كسانو پر مړينې خواشيني څرګنده كړې ده. چارواكي وايي، پرون د يوې لويې تپې ښويېدو په پېښه كې له ۲۱۰۰ زيات كسان مړه شوي دي.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ كې د ځمك ښويېدنې له كبله د ګڼ شمېر كسانو پر مړينې خواشيني څرګنده كړې ده.

چارواكي وايي، پرون د يوې لويې تپې ښويېدو په پېښه كې له ۲۱۰۰ زيات كسان مړه شوي دي.

د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما، چې د جرمني له لومړۍ وزيرې انګيلاميرکل سره يې په سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې، د بدخشان ولايت پېښې ته اشاره وكړه او ويې ويل، دى غواړي د امريکا د خلکو په استازيتوب ووايي، چې د دوى ذهن او فکر د افغانستان له خلکو سره دى، چې دا مهال له يوې ډېرې بدې غميزې سره مخ دي.

د اوباما په وينا، که څه هم د دوى جګړه په افغانستان کې د پاى ته رسېدو په حال کې ده، خو هېواد به يې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA