د اسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله دويمه سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې وګټله. پژواك د افغانستان د کرکت بورډ د وياند فريد هوتک له خولې ليكلي چې د نننۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلمشر وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپوهنې
د اسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې خپله دويمه سیالي د متحده عربي اماراتو له لوبډلې وګټله.
پژواك د افغانستان د کرکت بورډ د وياند فريد هوتک له خولې ليكلي چې د نننۍ لوبې پچه د اماراتو لوبډلمشر وګټله او د افغانستان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ده په وينا، افغان لوبغاړو ډیر په زړه پورې پیل واخیست او لوبه یې تر وروستي توپه په خورا زړه راښکونکې بڼه پر مخ یوړه.
هوتک وايي، چې د ملي لوبغاړو له لوري نورعلي ځدراڼ ۵۳، عثمان غني ۵۵، نبي عیسی خیل ۷۷ او سمیع الله شینواري ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
دى وايي، چې سیالې لوبډلې ونه کړای شول، ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او د لوبې په ۴۵ ام اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره لوبه د افغانستان په ګټه وبایلله.
د هغه د څرګندونو له مخې، د افغان توپ اچونکو له لورې رحمت شاه ۵، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، میرویس اشرف، نبي عیسی خېل او امیر حمزه یو یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټولو هېوادوالو ته د دويمې سترې بریا مبارکي ويلې ده.
ده بیا هم د ځوانو لوبغاړو په فعالې ونډې او د پخوانیو لوبغاړو له ځانګړي زیار ستاینه کړې او زياته کړې ېې ده، چې ملي لوبډله به د روانو سیالیو په ترڅ کې ګټور پرمختګ ولري ځکه چې له یوه اړخه یې په جوړښت کې ځوانو لوبغاړو ته ونډه ورکړل شوې او له بله اړخه له پوره چمتووالي برخمن دي.
تېره ورځ افغانستان د اسيا غوره ليګ په سيالو کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

