ads

لغمان كې د يوه كانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د لغمان په قرغیو ولسوالې کې د چهارباغ کانال پروژې چارې بشپړې او د ځايي چارواکو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. چارواکي وایي په دې پروژې شاوخوا پنځه ویشت میليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د اوبو او برېښنا وزارت له لورې ورکړل شوى. د لغمان په قرغیو ولسوالې کې د چهارباغ کانال پروژې چارې […]

نویسنده: TKG
10 غویی 1393
لغمان كې د يوه كانال د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د لغمان په قرغیو ولسوالې کې د چهارباغ کانال پروژې چارې بشپړې او د ځايي چارواکو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. چارواکي وایي په دې پروژې شاوخوا پنځه ویشت میليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د اوبو او برېښنا وزارت له لورې ورکړل شوى.

د لغمان په قرغیو ولسوالې کې د چهارباغ کانال پروژې چارې بشپړې او د ځايي چارواکو لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

چارواکي وایي په دې پروژې شاوخوا پنځه ویشت میليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د اوبو او برېښنا وزارت له لورې ورکړل شوى.

د کانال او سربند دغه پروژه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د تره خېلو له سیمې پیل او تر چهارباغ پورې دوام  کوي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، کانال ټول ۱۴ کیلو متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د اوبو او برېښنا وزارت د پنځه ویشت اعشاریه څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوى.

هغه وویل د دې پروژې د جوړېدو چارې  د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شوي.

د والی ویاند وویل، د دغه کانال په جوړېدو سره لس زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او شاو خوا شل زره کورنۍ یې له ګټې برخمنې شوې.

د یو بل خبرله مخې د لغمان اړو خلکو سره د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت بېلا بېلو خوراکي او د کور او وړې سوداګرۍ لپاره د اړتیا وړ توکو مرسته ترسره شوه.

چارواکي وایي یاده مرسته د ای ار ډی په مالي مرسته د لغمان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هلو ځلو د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې د هغو شپږو کورنیو په استازو ووېشل شوه چې د ایساف ځواکونو په عملیاتو کې يې د کورنۍ غړي شهیدان او یا ټپیان شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA