ads

د طالبانو د جنګي قومندان ملا ذاكر د نيول كېدو خبر وركړل شو

د وسله والو طالبانو مخکينى نظامي مشر ملاعبدالقيوم ذاکر په پاکستان کې نيول شوى دى. ازادۍ راډيو د افغانستان د ملي امنيت يوې سرچينې له قوله چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې كړي ويلي، چې د طالبانو دا مشر د پاکستاني طالبانو د وسله والو طالبانو مخکينى نظامي مشر ملاعبدالقيوم ذاکر […]

نویسنده: TKG
10 غویی 1393
د طالبانو د جنګي قومندان ملا ذاكر د نيول كېدو خبر وركړل شو

د وسله والو طالبانو مخکينى نظامي مشر ملاعبدالقيوم ذاکر په پاکستان کې نيول شوى دى. ازادۍ راډيو د افغانستان د ملي امنيت يوې سرچينې له قوله چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې كړي ويلي، چې د طالبانو دا مشر د پاکستاني طالبانو

د وسله والو طالبانو مخکينى نظامي مشر ملاعبدالقيوم ذاکر په پاکستان کې نيول شوى دى.

ازادۍ راډيو د افغانستان د ملي امنيت يوې سرچينې له قوله چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې كړي ويلي، چې د طالبانو دا مشر د پاکستاني طالبانو له خوا بندي شوى دى.

سرچينې که څه هم د ملا ذاکر د نيول کيدو په اړه ډېر جزيات ورنه کړل، خو له دې مخکې په راپورونو کې راغلي و، چې ملا عبدالقيوم ذاکر د بدن د فزيکي کمزورتيا له امله له خپلې دندې استعفى کړې ده.

د افغانستان استخباراتي سرچينو له قوله ځينې راپورونه داسې هم وايي چې نوموړى د افغان ټاكنو په ګډوډولو كې د پاتې راتلو او په دا وروستيو كې په پكتيا او كونړ كې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو له كبله د پاكستان د څارګرې ادارې له لورې نيول شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA