د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د افغانستان په سېلابونو کې د خلکو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده. په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نواز شريف جمهور رئيس حامد کرزي سره په دې غم کې ځان شريک ګڼلى دى.
د پاکستان لومړي وزير نواز شريف د افغانستان په سېلابونو کې د خلکو پر مرګ ژوبلې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
په کابل کې د پاکستان سفارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نواز شريف جمهور رئيس حامد کرزي سره په دې غم کې ځان شريک ګڼلى دى.
جمهور رئيس حامد کرزي هم په يو شمېر ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو پر راوتو، چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيان اړولى، خفګان څرګند کړى او اړوندو چارواکو ته يې له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو مرستو سپارښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، تر دې مهاله د دغو سېلابونو له كبله د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ١٢٠ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او د دې ترڅنګ لسګونه نور لادرکه دي.
همدارنګه د دې سېلابونو له كبله سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

