د سلما بند پروژې د جوړولو چارې چې له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې وې، بېرته پیل شوي او دا احتمال هم شته چې دا پروژه به د روان میلادي ( ۲۰۱۴) کال تر پایه بشپړه شي.
د سلما بند پروژې د جوړولو چارې چې له شاوخوا دریو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلې وې، بېرته پیل شوي او دا احتمال هم شته چې دا پروژه به د روان میلادي ( ۲۰۱۴) کال تر پایه بشپړه شي.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه مطلب د تایید ترڅنګ وايي چې د سلما بند پروژې د جوړولو چارې ۸۰ په سلو کې مخته تللې او تر راروان ژمي به دا پروژه عملا ګټې اخستنې ته وسپارل شي. د هرات والي سید فضل الله وحیدي وايي: ((دمګړۍ د سلما بند پروژې پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. ))
د هرات ولایت د سلما بند پروژه سربېره پر دې چې شاوخوا ۷۵ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي، د ۴۲ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت هم لري. د هریرود د اوبو د مدیریت کولو رئیس حسن فضلي د معلوماتو پر بنسټ سلما بند ۵۵۰ متره لوړوالی او ۱۰۷ متر سور لري. د نوموړي په خبره د دغې پروژې په تطبیق سره به د هرات ولایت د شاوخوا ۵۰ په سلو کې هغو اوبو د بې ځایه توییدلو مخه ونیول شي چې ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.
د سلما بند پروژې د جوړولو چارې په لومړي ځل په ۱۳۴۳لمریز کال پیل شوې، خو په ۱۳۵۷ کال د سردار داوود خان د جمهوريت په سقوط سره په ټپه ودرېدې. هغه مهال د دغې پروژې شاوخوا ۲۰ په سلو کې چارې مخته تللې وې.
د دغې سترې پروژې د جوړولو دوهم ځلي چارې د طالبانو تر سقوط وروسته د ۱۳۸۵ کال د کب په ۲۵مه پیل شوې چې تر اوسه دوام لري.
سلما بند پروژه د هندوستان هېواد په مالي ملاتړ د هرات ولایت په ختیځ ۱۶۲ کیلومټرۍ کې په (( چشت شریف)) ولسوالۍ کې د هریرود پر سیند جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څلو کلونو کې د سلما پرژوې ځنډ د هرات ولایت اوسېدونکي د سیمه ییزو چارواکو پر وعدو بې باوره کړې دي.
ناامني
د سلما بند د پروژې د تطبیق په اړه کلید ګروپ ډېر راپورونه جوړ کړې دي. په ۱۳۸۵ لمریز کال د دغې پروژې له پرانستې تراوسه زموږ راپورونه ښيي چې ناامني د دغې پروژې د نه تطبیق پر وړاندې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه عمده او اساسي ستونزه ده.
په ۱۳۸۹ لمریز کال چې د کلید خبریال په هرات کې د دغې پروژې د تطبیق په اړه پلټنې کولې، د سلما بند پروژې د محافظ کنډک د هماغه وخت قومندان سموانوال ګلاب الدین ورته ویلي وو چې د ۱۳۸۷ کال د روژې په ۲۲مه سلما بند ته نږدې د قال چرخ په سیمه کې د دولت د مخالفانو له کمین سره مخ شو چې د نښتې په نتیجه کې د دوی ۱۲ تنه ملګري ووژل شول.
ګلاب الدین زیاته کړې وه: (( د دې په سبا طالبانو زموږ په یوه امنیتي پوسته برید وکړ، نښته پیل شوه چې یو ملګري مې ووژل شو او زه ټپي شوم.))
دغه قومندان دا هم ویلي وو چې د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره د یو لړ سازشونو په نتیجه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.
په لویدیځ زون کې د پولیسو د ساحوي زون د قومندان ویاند عبدالروف احمدي هم ویلي وو چې په چشت شریف کې د ناامنۍ په نتیجه کې کورنیو چارو وزارت یو پلاوی واستاوه او د یو لړ تحقیقاتو په نتیجه کې وتوانېدو، وسلې او مهات پیدا کړو چې د ایران ساخت وو.
په ۱۳۸۹ کال د یوې بلې نښتې په نتیجه کې چې سلما بند ته نږدې وشوه لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول. دا نښته د دولت دوو مخالفو قومندانانو سازمان دهي کړې وه. خو په ترټولو وروستۍ هڅه کې د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري په ۱۱ مه نېټه د هرات ولایت امنیتي چارواکي وتوانېدل چې د انفجاري موادو یوه لویه محموله چې د سلما بند د تخریب په هدف له خارج څخه وارد شوې وه، کشف او تر لاسه کړي. د منفجره موادو دا محموله ۱۳۰۰ کیلوګرامه وه. 
بودجوي ستونزه
د امنیتي ستونزو ترڅنګ د سلما بند پروژه په تېر وخت کې د بودجوي ستونزو له کبله هم له خنډو ځنډ سره مخ شوې ده. په لومړیو کې د دغې پروژې لپاره د هند حکومت د خپل ابتدايي سنجش له مخې ۸۰ ملیونه ډالره ځانګړي کړي وو، خو په ۱۳۸۹ لمریز کال د دغې پروژې په ځنډېدو سره د هند کابینې دغه بودجه ۱۵۶ ملیونه ډالرو ته لوړه کړه، خو اوس ورته دغه هېواد ۱۱۰ ملیونه ډالر نور هم بیل کړې دي.
د هند دولت د مطبوعاتي اطلاعاتو ادارې په هغه خبرپاڼه کې چې د ۱۳۹۱ لمریز کال په سلواغې میاشت کې خپره کړې، راغلي چې له تجدید نظر شوې بودجې سره جمعا د سلما بند د پروژې لپاره تراوسه ۲۶۶ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي او د دغه هېواد د وزیرانو شورا ورسره موافقه کړې ده.
دغې ادارې دا هم ویلي وو چې د سلما بند پروژې لپاره اضافي بودجه د ۱۳۹۳ لمریز کال د جدي تر میاشتې پورې په پام کې نیول شوې چې په نتیجه کې به یې دا بند ګټې اخستنې ته ورسپارل شي.
د لاسوهنې شکونه
د هغو راپورونو له مخې چې خپاره شوي، څرګندېږي چې د سلما بند پروژې د ترسره کوونکي شرکت ( وابکاس) په تشکیل کې د اوبو او انرژۍ د تېر وزیر اسماعیل خان په توصیې څلور تنه ایراني انجنیران هم دندې ترسره کوي. د بند په پروژه کې د پرله پسې ځنډ مسئلې دا اندېښنه راپورته کړې وه چې ښايي ځینې لوري ونه غواړي چې دا پروژه بشپړه شي. دا شک تر ډېره د ایراني انجنیرانو کار کولو راپارولی و.
کله چې د ۱۳۹۱ لمریز کال د لړم په میاشت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین په کابل کې د هندوستان له سفیر او د هند له تخنیکي پلاوي سره د هرات ولایت چشت شریف ولسوالۍ ته سفر درلود، د سلما بند په پروژه کې د اوبو او انرژۍ وزارت استازي انجنیر محمد اکبر رسنیو ته ویلي وو چې د اوبو او انرژۍ وزیر اسماعیل خان له څلورو تنو ایراني انجنیرانو سره یو قرارداد امضا کړی چې د سلما بند په پروژه کې کار وکړي.
که څه هم هماغه وخت د سلمان بند د محافظ کنډک قومندان سمونوال عزیزالرحمان د سلما بند په پروژه کې د ګاونډیو مداخلې بې اغېزې ګڼلې وې، خو ویلي یې وو چې د سلما بند په پروژه کې ایراني انجنیران دندې ترسره کوي، هغه ویلي وو: ((… صرف چهار نفر از انجنيران دولت ايران به موافقه دولت افغانستان در منطقه كار می كنند و آنها انجنيرانی از كمپنی های شخصی هستند كه در اين پروژه كار می كنند و فعلا به رخصتی رفته اند.))
خو له دې سره سره د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال شجاع الدین ضیایی دا خبرې رد کړې او ویلي یې وو: (( هیچ ایرانی از طرف ما در آنجا استخدام نشده و این گپها همه شایعه است. بودجه از طرف خود هندیها است و اگر قراردادی هم شده باشد، از طرف خود آنها صورت گرفته است.))
دا موضوع موږ هغه مهال په کابل کې د هندوستان له سفیر(( ګاتم موخو پادیا)) سره هم شریکه کړې وه، هغه ویلي وو: (( موږ اغلب له دې اندېښنې سره مخ یو، ولې شخصا مې دا نه ده احساس کړې، موږ هېڅ نقطه کې د پروژې کار په دې دلیل نه دی ځنډولی، بلکې بودجه مو هم زیاته کړې ده.))
ښاغلي ګاتم موخوپادیا د سلما بند پروژې د کارونو ځنډ یو عادي امر ګڼلی و، نه سیاسي. د هغه په وینا د بودجې کمښت، د امنیت نشت او تخنیکي او لوژیستکي موارد د سلما بند پروژې د ځنډ اساسي علتونه دي.
هغه ویلي وو: (( د سلما بند پروژه لویه پروژه ده او د دغسې لویو پروژو د کارونو په پرمخ بیولو کې ځنډ غیر عادي نه دی، ځنډ په بېلابېلو دلایلو پورې تړلی و، خو اغلب داسې یو څه پېښېږي چې د وړاندوینې وړ نه وي.))
خو له دې ټولو ستونزو او اندېښنو سره ښاغلي ګاتم موخوپادیا ژمنه کړې که چېرې نورې ستونزې د سلما بند پروژې پر وړاندې رادمخه نشي، د ۲۰۱۴ میلادي تر پایه پورې به دا پروژه بشپړه شي. ښايي د هرات ولایت د سیمه ییزو چارواکو څرګندونې هم د ښاغلي ګاتم موخوپادیا پر ژمنو ولاړې وي، خو هغه دا هم ویلي وو چې د پروژې د امنیت موضوع د افغانستان په ادارې پورې تړلې ده، ځکه دا داسې یو کار نه دی چې هند یې کنټرول کړای شي.
امنیت ټینګ شوی
دمګړۍ د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د سلما بند پروژې د بشپړولو لپاره شرایط برابر شوي دي. د هرات والي وايي اوس په سیمه کې د پروژې د تطبیق لپاره هېڅ امنیتي ستونزه نشته.
د سلما بند د محافظ کنډک قومندان سمونوال عزیزالرحمان هم ورته خبره کړې او وايي، هېڅ ډول ناامني چې د سلما بند پروژې د عملي کېدو مخه ونیسي، نشته، ځکه په خبره یې له یوې خوا د خلکو همکاري ورسره زیاته شوې او له بل لوري زیات شمېر امنیتي ځواکونه د دغې پروژې د امنیت په تامینولو ګمارل شوي دي.
نوموړي ویلي: (( نږدې ۲۰۰ تنه امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې د امنیت په تامینولو ګمارل شوي، که ستونزه هم وي د لارې په اوږدو کې ده، نه په ساحه کې.))
د ابو او انرژۍ وزارت مرستیال شجاع الدین ضیايي هم دغه خبره په وار وار کړې ده: (( په ساحه کې امنیتي ستونزه نه ده محسوسه، خو د لارې په اوږدو کې کله کله احساسېږي.))
کلید ګروپ ویب پاڼه http://www.tkg.af/
د کلید اوونیزې د ۱۳۸۹، ۱۳۹۰، ۱۳۹۱، ۱۳۹۲ او ۱۳۹۳ کلونو ارشیف
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


