ads

ايران به څوك سم كړي؟

ايراني حكومت له تېرو څو كلونو راهيسې په دغه هېواد كې د افغانانانو د اعدام لړۍ په پرله پسې ډول جاري ساتلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وينا، دغه هېواد په يوه تازه پېښه كې لږ تر لږ۴ افغانان اعدام كړي، خو مړي يې تر اوسه افغان لوري ته نه دي سپارلي. […]

نویسنده: TKG
7 غویی 1393
ايران به څوك سم كړي؟

ايراني حكومت له تېرو څو كلونو راهيسې په دغه هېواد كې د افغانانانو د اعدام لړۍ په پرله پسې ډول جاري ساتلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وينا، دغه هېواد په يوه تازه پېښه كې لږ تر لږ۴ افغانان اعدام كړي، خو مړي يې تر اوسه افغان لوري ته نه دي سپارلي.

ايراني حكومت له تېرو څو كلونو راهيسې په دغه هېواد كې د افغانانانو د اعدام لړۍ په پرله پسې ډول جاري ساتلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وينا، دغه هېواد په يوه تازه پېښه كې لږ تر لږ۴ افغانان اعدام كړي، خو مړي يې تر اوسه افغان لوري ته نه دي سپارلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دا ځل ايراني حكومت دوى ته د بنديانو د اعدام خبر هم نه و وركړى او په ناڅاپي ډول يې د وري په ۲۶مه نېټه په اصفهان ښار كې ۴ تنه افغانان د مخدره توكو د قاچاق په تور اعدام كړل.

د دې وزارت وياند شكيب مستغني له كليد سره په خبرو كې دا هم ياده كړې چې افغان لوري څو ځله له ايران څخه د افغان بنديانو د مرګ د سزا كمولو او په عمري بند بدلولو غوښتنه كړې، خو ايران د دې غوښتنو وروستى ځواب د څلورو افغانانو په اعدامولو وركړ: (( د دوى جسدونه هم موږ ته نه دي سپارل شوي، خو هڅه كوو دا جسدونه تر لاسه كړو. زموږ لخوا هر دولتي  پلاوي ايران ته د سفر پر مهال دغه ډول موضوعات د بحث لپاره رامېدان ته كړي، خو ايران غوږ پرې نه دى نيولى. اوس په دې برخه كې جدي كار كوو چې له ايران سره به د جامع همكاريو د تړون په متن كې دا ټكى هم وي چې نور په دغه هېواد كې د تل لپاره د افغان بنديانو اعدام ودرول شي او د مرګ سزاوې يې په عمري بند واړول شي.))

خارجه وزارت يادې څرګندونې په داسې حال كې كوي چې د ايران لخوا د افغانانو وروستيو اعدامونو د هېواد په كچه د خلكو او لوړ پوړو دولتي او نادولتي ادارو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د بشري سازمان ويلي، نور يې په ايران كې د افغانانو د اعدام په اړه زغم پاى ته رسېدلى. د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل د ايران لخوا د ۴ افغانانو د اعدام عمل په كلكه غندي او پر ملګرو ملتونو يې غږ كړى چې په ايران كې د افغانانو د اعدام موضوع  د خپلو كارونو په سر كې وارزوي.

بلخوا په ايران كې د افغانانو د اعدام د تازه پېښې په اړه د افغانستان مشرانو جرګې هم د لومړي ځل لپاره توند غبرګون ښودلى او پر حكومت يې غږ كړى چې په افغانستان كې د ايراني خيريه موسسو فعاليتونه بند كړي. د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د تېرې اوونۍ په سر کې د یوې غونډې په ترڅ کې وويل، دغه ايرانۍ موسسې د خيريه كارونو په بهانه د خپل هېواد لپاره استخباراتي كارونه پر مخ وړي او كه مخه يې ونه نيول شي دا لړۍ به تر خطرناك حده وغځېږي. يو شمېر سناتورانو وويل ايران بايد دې ته اړ كړاى شي چې افغان بنديانو ته د دوى د هر جرم په سزا وركولو كې له افغان حكومت سره همغږي ولري.

په نړيواله كچه بيا د بښنې نړیوال سازمان يا ايمنسټي انټرنېشنل هم  په ایران کې د افغانانو اعدامول له نړیوالو قوانینو سرغړونه او غیر انساني سزا بللې ده. د ایران په چارو کې د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي بهارې دیویس وايي، ګڼ شواهد لري چې په دغه هېواد كې له افغان زندانیانو سره ډېر ناوړه چلند کېږي: (( ټوله کې افغانان هلته په قضايي سیستم  كې زیان منونکي دي، له هغوى سره تبعيض او په ډېر ټيټ ستنډرډ چلند کېږي. موږ خبر شوي یو چې يو شمېر افغان تورن کسان چې په ايران كې اعدام شوي حتې محاکمه شوي نه دي.))

د سيمه ييزو روابطو افغان څېړونكي هم په دې سخت غوسه دي چې ايران په پرله پسې ډول افغان بنديان بې محاكمې د مرګ په سزا رسوي، خو تر اوسه افغان دولت په دې برخه كې له دغه هېواد سره رسمي دريځ نه دى نيولى. ډاكټر ولي الرحمن همدې ټكي ته په اشاره وايي، افغان دولت ته پكار وه چې له لومړي سره يې له ايران سره  د افغانانو د ځورونې او اعدام پر مسايلو دريځ ټينګ كړى واى: (( يو ګاونډی هېواد په پرله پسې ډول افغانان وژني، ځوروي يې او سپك چلند ورسره كوي، مګر زموږ دولت هېڅ نه وايي، په دې اړه بايد جمهور رئيس له ايراني سيال سره ځانګړې ليدنې كړې واى او دا خبره نړيوالې ټولنې ته راجع شوې واى. زه باوري يم چې دا هېواد له نورو نړيوالو فشارونو سره هم مخ كېده او د افغان بنديانو د اعدام يو څه مخنيوى كېدلى شو، خو اوس موږ ګورو چې يوازې ولسي خلك مظاهرې كوي، د اعدام شويو افغانانو كورنۍ بيا په وير اخته دي، خو دولت دا موضوع دومره بابيزه بولي چې ايران ته يې  په رسمي ډول غندنه هم ضروري نه بولي.))

په ايران كې اوسېدلى افغان كارپوه احمد شاه محسن بيا بل ټكي اندېښمن كړى، نوموړى وايي، له ايران سره د جامع همكاريو د تړون په متن كې د افغان بنديانو د اعدام مخنيوي ټكي ته په اندېښنه كې دى چې ايا د ايران حكومت به له افغان لوري سره دغه مسئله ومني او كه نه: ((د دې تړون متن ايران چمتو كوي، افغانانو ته يې سپاري او دوى كار پرې كوي، شايد ايران دا خبره په كې ونه مني چې افغان بنديان به نه اعداموي او سزا به يې عمر قيد ته غځوي، په داسې حالاتو كې افغان حكومت ته پكار دي چې خپله يوه بله ستراتېژي هم ولري او دا هېواد پرې تر فشار لاندې ونيسي، خو موږ پوهېږو او ګورو چې افغان دولت په دې برخه كې هېڅ نه لري، بلكې د افغانستان ملت يې لا هم ايران ته په اقتصادي او نورو برخو كې احتياج پرېښى دى.))

د راپورونو له مخې دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې افغان زندانیان اعدامېږي، بلکې تر دې مخکې  لسګونه تنه افغانان په دغه  هېواد کې اعدام شوي دي.

ويل كېږي، په ايران كې ۵ زره افغانان لاهم په زندانونو كې بې سرنوشته شپې تېروي، له دوى څخه ۳ زره يې د اعدام په سزا محكوم شوي چې دا شمېره د بشري قوانينو د پلي كېدو په لاره كې لړزوونكې ده. په تخار كې د بشري حقونو د ساحوي دفتر د مسوولينو په وينا، په تېر ۱۳۹۲ كال كې له ايران څخه يوازې د دې ولايت كلفګان ته د  ۱۷۲ افغانانو اعدام شوي مړي راړول شوي، خو اوسني اعدام شوي افغانان د هرات، نیمروز او تخار اوسیدونکي ښودل شوي دي. د بشري حقونو مدافع ټولنې وايي، پر دغو وژل شويو افغانانو له مدافع وکیل پرته د اعدام حکمونه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA