په خوست کې د کرکټ د لوبې مینه وال، لوبغاړي او اړوند مسؤلین وايي، تقریباً درې میاشتې کیږي، چې په خوست کې د کرکټ د معیاري او نړیوال لوبغالي لپاره د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو لایې هم عملي چارې نه دي پیل شوي.
په خوست کې د کرکټ د لوبې مینه وال، لوبغاړي او اړوند مسؤلین وايي، تقریباً درې میاشتې کیږي، چې په خوست کې د کرکټ د معیاري او نړیوال لوبغالي لپاره د بنسټ ډبره اېښودل شوې، خو لایې هم عملي چارې نه دي پیل شوي.
نیږدې درې میاشتې وړاندې په خوست کې د یوې لويې غوندې پرمهال د کرکټ لپاره د نړیوال لوبغالي د جوړېدو په موخه د بنسټ ډبره کېښودل شوه، خو تراوسه د کرکټ لپاره د جوړېدونکي لوبغالي په ځای کې د کارونو څرک هم نه لګیږي.
په خوست کې د کرکټ لوبغاړي او د دې لوبې مینه وال اندېښمن دي، چې ولې یې تراوسه د کارونو په عملي پیل کې اقدام نه کیږي.
د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي فضل نیازي له کلید سره خبرو کې وویل، دوی هم د کرکټ لپاره د ملي لوبغالي پر هغه کار چې څو میاشتې مخکې وشو، خوښ وو، ځکه داسې يې وبلله چې نور، نو کار پیل شو، خو ولې داسې ونه شول.
ده وویل، تراوسه هم هلته هېڅ نه دي شوي او له امله یې دوی په وېره کې دي، چې هسې بیا د دې مهم ځای کارونه وځنډیږي.
د کرکټ ځینې نور لوبغاړي او مینه وال هم همدا اندېښنه لري.
دوی له کلید سره خبرو کې له اړوند مسؤلینو او ځايي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د جوړیدونکي کرکټ میدان چارې ژر تر ژره پیل کړي.
بلخوا په خوست کې د کرکټ بورډ استازی هم دا مني، چې تراوسه د کرکټ د نړیوال لوبغالي چارې نه دي پیل شوي، خو وايي فکر کوي د ټاکنو تر پروسې پورې ځنډول شوي وې.
په دغه ولایت کې د کرکټ استازی سیدعالم شاه وايي، دوی چې څومره معلومات کړي، لوړپوړو مسؤلین ورته د ټاکنو تر وخته ددغه مهم لوبغالي د چارو د ځنډولو ویلي دي.
خو نوموړی اوس غوښتنه کوي، چې ددغه مهمې پروژې کارونه پیل شي.
د خوست ځايي چارواکي هم ددغه نړیوال لوبغالي د چارو ځنډول د ټاکنو تر پروسې او همداشان د قراردادي شرکت او اړوندې مرستندویه ټولنې ترمنځ د ځینو مراحلو د طۍ کولو له امله بولي.
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ کلید ته وویل، د ټاکنو ملي پروسې ځینې پروژې وځنډولې چې یو هم په کې د کرکټ لوبغالی وه.
نوموړی ډاډ ورکوي، په نن او سبا کې به ددغه مهم سټډیوم کارونه پیل او په معیاري بڼه بشپړ شي.
په خوست کې د کرکټ لپاره د نړیوال لوبغالي د جوړیدو ژمنې له تېرو څو کالونو کیدې، اما په عمل کې هغسې نه کیدل.
دا چې اوس په خوست کې ددې لوبغالي لپاره د بنسټ ډبره هم اېښودل شوي او بیا یې هم کارونه ځنډیدلي وو، نو دا ځل هم لوبغاړو او مینه والو ته یې د تېر په څېر اندېښنه ورپیدا شوي ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


