د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت كې د دوو چاودنو له كبله ١٠ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي، چې ډېرى يې پوليس دي. لومړۍ چاودنه تېره شپه په يوولسو بجو د پېښور ښار اړوند په بډه بېره سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر شوې ده.
د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت كې د دوو چاودنو له كبله ١٠ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي، چې ډېرى يې پوليس دي.
لومړۍ چاودنه تېره شپه په يوولسو بجو د پېښور ښار اړوند په بډه بېره سيمه کې د پوليسو پر يوه موټر شوې ده.
امنيتي سرچينې وايي، لومړى چاودنه وشوه او بيا وروسته وسله والو ډزې وکړې، چې له كبله يې د پنځو پوليسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي.
ديو بل خبر له مخې، نن سهار په چارسده سيمه کې هم پر پوليسو چاودنه شوې ده.
د چارسدې د پوليسو مشر شفيع الله وايي، چاودنه د چارسدې د فاروق اعظم څلور لارې ته څېرمه شوې ده، چې له كبله يې يو ملکي وګړى وژل شوى او ١١ پوليس ټپيان دي.
خو په سيمه کې يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي، په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي او ٢٨ تنه نور ټپيان شوي، چې پکې پوليس او عام وګړي شامل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


