ads

د تڼیو او ګربزو ولسوالیو پر حلقوي سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې

د خوست د دوو ولسوالیو تڼیو او ګربزو ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې نن پیل شوې. د سړک د کار د پیل په مراسمو كې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، دوی ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره د هڅو په لړ کې دغه بریا هم لاسته راوړه. د خوست د دوو ولسوالیو […]

نویسنده: TKG
1 غویی 1393
د تڼیو او ګربزو ولسوالیو پر حلقوي سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې

د خوست د دوو ولسوالیو تڼیو او ګربزو ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې نن پیل شوې. د سړک د کار د پیل په مراسمو كې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، دوی ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره د هڅو په لړ کې دغه بریا هم لاسته راوړه.

د خوست د دوو ولسوالیو تڼیو او ګربزو ترمنځ د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې نن پیل شوې.

د سړک د کار د پیل په مراسمو كې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، دوی ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره د هڅو په لړ کې دغه بریا هم لاسته راوړه.

نوموړي زیاته کړه، دغه دواړه ولسوالۍ د امن له لحاظه ښې دي او ورته دا ډول پروژې هم منظوریږي.

نعیمي د سیمې پر خلکو غږ وکړ، چې همداسې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي، تر څو د خپلې سیمې په رغونه او پرمختیا کې یې رغنده ونډه اخیستی وي.

د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ولسوالانو هم په خپلو خبرو کې د ښه امنیت ډاډ ورکړ.

دوی وویل، سیمه ييز خلك ژمن دي، چې د هرډول پروژې امنیت په خپله وساتي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه سړک ۴،۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د شپږ متره په سور به پرې جغل اچونه کیږي.

د مسؤلینو په خبره، دغه سړک باندې لس ميلیونه او اوه سوره زره افغانۍ لګښت راځي، چې د کلیو پراختیا وزارت له لوري ورکول کیږي.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، د دې سړک په جوړېدو سره به د دې ولسوالیو د خلکو ترمنځ اړیکې هم نیږدې شي.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې په خوست کې په پرلپسې ډول د څو مهمو پروژو پرانیستې وشوې.

په خوست کې د ملي پارک جوړېدل، د کاروان سرای د مهم سړک د کار پیل او وروستۍ هم نننۍ پرانیسته.

ځايي اوسېدونکي که څه هم د پروژو د کارونو پر پیل خوښي څرګندوي، خو غوښتنه یې دا ده، چې د کارونو له پیل وروسته یې نظارت او تعقیب په جدي ډول وشي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA