سره له دې چې د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په دوبۍ كې د طالبانو د وخت جګپوړي چارواكي ملا معتصم اغا جان د تښتول كېدو او نادركۍ خبر تاييد كړى، خو د سولې د عالي شورا يو شمېر لوړپوړي غړي وايي چې ډېر ژر به له دوبۍ مېشتو طالب مشرانو سره د سولې دوهم پړاو خبرې پيل شي.
سره له دې چې د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو په دوبۍ كې د طالبانو د وخت جګپوړي چارواكي ملا معتصم اغا جان د تښتول كېدو او نادركۍ خبر تاييد كړى، خو د سولې د عالي شورا يو شمېر لوړپوړي غړي وايي چې ډېر ژر به له دوبۍ مېشتو طالب مشرانو سره د سولې دوهم پړاو خبرې پيل شي.
د دې شورا د نړيوالو اړيكو مسوول اسماعيل قاسميار په خبره د معتصم اغاجان په مشرۍ د طالب مشرانو له ډلې سره د افغان چارواكو لومړى ځل خبرې د سلواغې په مياشتې كې وشوې، هغه مهال دې ډلې طالب مشرانو ويلي وو، كه پاكستاني طالبان له خپل حكومت سره خبرې كولى شي، نو د افغان طالبانو پخواني چارواكي هم د افغانستان له دولت سره خبرو ته حاضر دي.
دا خبره كه څه هم وروسته بيا د طالبانو د كوېټې شورا رد كړه او زياته يې كړه چې د معتصم ډله له دوى سره هېڅ اړيكه نه لري او نه هم د دوى استازيتوب كولى شي، خو د افغانانو تر منځ يې سولې ته د يوې نوې دريڅې د پرانيستل كېدو هېلې پيدا كړې او افغان حكومت يې هم تود هركلى وكړ.
په تازه ورځو كې هم په دوبۍ كې د سولې د دوهم پړاو خبرو اوازه تر دې حده ګرمه شوه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرایيوي كمېټې غړى قاضي امين وقاد وويل چې ان جمهور رئيس كرزي په دې اړه د اماراتو له صدراعظم سره ټليفوني خبرې هم كړې او دا هم ټاكل شوې چې په دوبۍ كې مېشت طالب پلاوى پر وسله والو طالب مشرانو د جګړې د درولو غږ وكړي: (( دواړه خواوې به له هغو طالبانو څخه چې د ملا محمد عمر په شاوخوا کې دي غوښتنه وکړي چې د سولې په پروسه کې شامل شي. دا خبرې به انشاالله په ښه بڼه دوام وکړي.))
قاضي امين وقاد د تېرې اوونۍ په څرګندونو كې ويلي وو، دا كار به د معتصم اغاجان ډله ترسره كړي، خو اوس چې د معتصم اغا جان د وركېدو او لا دركۍ معما راپورته شوې، نو پوښتنې دا دي چې معتصم كه طالبانو خپل استازه نه باله، نو بيا څنګه او چا وتښتاوه او ولې لا درکه دی؟ او افغان دولت به يې په پيدا كولو كې كومې هلې ځلې وكړي؟
دا پوښتنه هم د غور وړه ده چې كه اغاجان پيدا نه شي، نو د سولې عالي شورا به اوس په عربي اماراتو كې د دوهم پړاو خبرې د طالب چارواكو له كوم چېنل سره وكړي؟
سياسي شنونكى ډاكټر ابدال ناصري همدې ټكي ته اندېښمن دى او وايي، كه څه هم طالبانو معتصم اغا جان خپل استازى نه معرفي كاوه، خو اوس يې له نادركۍ وروسته د سولې په خبرو كې رول نور هم په مؤثق ډول راڅرګند شو، خو په نشت كې به يې افغان دولت د خبرو بل چينل ونه لري: (( پر اغاجان د كراچۍ بريد د هغه اهميت څرګند كړ او اوس يې د وركېدو پېښې دا خبره نوره هم واضح كړه چې نوموړى د سولې په خبرو كې څومره مهم دى؟ زه باور لرم چې د هغه له خوا د سولې پيل شویو خبرو سخت دريځي طالبان او هغه استخباراتي كړۍ په اندېښنه كې اچولې وې چې افغان مسئله اوارول نه غواړي. اوس دا هر څه سبب شوي چې معتصم د دوبۍ په څېر خوندي ښار كې لا دركه او وتښتول شي.))
ډاكټر ناصري وړاندې وايي، د معتصم اغاجان له ورکېدو دا هم په ډاګه شوه چې د افغانستان د سولې كيسه څومره پېچلې ده: (( د ملا عمر حيثيت به د طالبانو تر منځ وي، خو ملا برادر او اغا جان هم پرنفوذه خلك دي، مګر دا هم يو په بل پسې ورك شول، زه باور لرم چې معتصم اى اس اى تښتولى، په دې كې د اماراتو حكومت نه هم پوښتنه كول پكار دي، ځكه له پخوا نه عربي نړۍ له پاكستاني استخباراتو سره يو لاس وه. زه خو دې خبرې سرګردانه كړى يم چې هر ځل زموږ د سولې خبرې ولې په يو عربي هېواد كې وشي؟ ولې نور خواخوږي اسلامي هېوادونه كم دي او كه بهرني استخبارات دا مسئله په زوره د عربي نړۍ انګړ ته كشوي.))
قاضي عبداللطيف همراز هم پر افغان حكومت ملامتي ور اچوي او وايي، حكومت بايد په عربي اماراتو كې د سولې دوهم پړاو خبرې تعليق او لومړى له دغه هېواد سره د معتصم اغا جان د نادركۍ پر موضوع خبرې وكړې: (( ما تېره اوونۍ د ټلويزيون په پرده د افغانستان د خارجه وزارت د وياند خبرې واورېدې چې ويل يې افغان حكومت له دوبۍ سره په دې خبرو كې ناكام پاتې دى چې د معتصم مسئله څنګه؟ ولې؟ او د چا لخوا د دوبۍ په څېر خوندي ښار كې رامنځته شوه. افغان دولت كه دا مسئله جدي ونيسي، د سولې د پېچلتيا په اړه به ټولې پوښتنې حل شي، استخبارات دې هم دا معلومات وكړي چې معتصم څنګه ورك شوى.))
همراز زياتوي، افغان حكومت ته تر دې پېښې د مخه هم پكار وه چې د اماراتو حكومت ته يې رسما د معتصم په شمول سولې ته د مايلو طالب مشرانو د امنيت ساتنې سپارښتنه كړې واى: (( طالبان هر ځل د معتصم اغا جان په استازيتوب د رد ټاپه لګوي، اعلاميې خپروي او په غبرګون يې ډېر څه وايي، دا د طالبانو په ليكو كې د هغه له موثريت او اهميت څخه د كوېټې د شورا وېره ښيي، خو افغان حكومت ولې دومره بابيزه سلوك كاوه چې د هغه د خونديتوب فكر يې ونه كړ.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


