ads

په يمن كې د القاعده ډلې ستره غونډه جوړه شوې

امريكايي رسنۍ په يمن كې د القاعده ډلې د مشرانو د يوې لويې غونډې د جوړېدو خبر وركوي، چې ويل كېږي، د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته، د القاعده ډلې تر ټولو ستره غونډه وه. امريكايي رسنۍ په يمن كې د القاعده ډلې د مشرانو د يوې لويې غونډې […]

نویسنده: TKG
30 وری 1393

امريكايي رسنۍ په يمن كې د القاعده ډلې د مشرانو د يوې لويې غونډې د جوړېدو خبر وركوي، چې ويل كېږي، د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته، د القاعده ډلې تر ټولو ستره غونډه وه.

امريكايي رسنۍ په يمن كې د القاعده ډلې د مشرانو د يوې لويې غونډې د جوړېدو خبر وركوي، چې ويل كېږي، د دې ډلې د مشر اسامه بن لادن له وژل كېدو وروسته، د القاعده ډلې تر ټولو ستره غونډه وه.

په انټرنټ كې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي، چې په دې غونډه كې د القاعده ډلې د مشر ايمن الظواهري مرستيال ناصر الوحيشي د دې ډلې تر سلو ډېرو مشرانو سره ښكاري.

خو د امريكايي رسنيو په وينا، له دې غونډې د امريكا د استخباراتي سازمان او پنټاګون ناخبرۍ ډېرې پوښتنې راولاړې كړې دي، چې ولې امريكايي استخباراتي چارواكي له دې غونډې نه وو خبر؟

په دې غونډه كې د القاعده ډلې د مشر مرستيال ناصر الوحيشي وايي، دوى غواړي، چې د صليب نښه له منځه يوسي او په وينا يې، د دې نښې ساتونكې او لېږدوونكې امريكا ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA