د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې يا آيسا د رپوټ له مخې، په تېرو څو كلونو كې سوداګرو ښځو په بېلابېلو برخو كې پانګه اچونه كړې ده چې تر ټولو مهمې يې د ساختماني، توليدي او لاسي صنايعو برخې دي.
د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې يا آيسا د رپوټ له مخې، په تېرو څو كلونو كې سوداګرو ښځو په بېلابېلو برخو كې پانګه اچونه كړې ده چې تر ټولو مهمې يې د ساختماني، توليدي او لاسي صنايعو برخې دي.
د آيسا د عامه اړيكو مسوول روح الله عشرت احمدزى وايي، په۱۵۲ شركتونو كې د شركت رئيسانې او مرستيالانې ښځې دي، په ۷۲۱ شركتونو كې ښځې يوازې د رئيسانو په توګه او په ۵۴۲ شركتونو كې د مرستيالانو په توګه دنده ترسره كوي چې په بېلابېلو سكټورونو كې يې پانګه اچونه كړې ده.
سره له دې چې ښځې د سوداګريزو چارو پرمخ وړلو ته لېوالتيا لري، خو ځينې ستونزې لكه ماركېټ ته نه لاسرسى، د كار په بازارونو كې د نارينه وو رقابت او امنيتي ستونزې د ښځو د سوداګرۍ په لار كې لوى خنډونه بلل كېږي.
د سوداګرو ښځو د شورا غړې حبيبه رووفي چې د لاسي ګنډنو په برخه كې كار كوي او د نارينه وو غاړې، واسكټونه، خولۍ، د ښځو او ماشومانو جامې او د خوب ځايونه ګنډي وايي، توليدات يې ډېر ښه او لوړ كيفيت لري، خو څوك يې پوښتنه نه كوي او نه هم ورته په بهر كې د نندارتون د ګډون بلنه وركوي.
د هغې په وينا، په تېرو كلونو كې به يې د (AWBC) دفتر له لارې په نندارتونونو كې ګډون كاوه او خپل محصولات به يې خرڅلاو ته ايښودل، خو اوس په كوم نندارتون كې ګډون نه كوي او د ښار په هر ماركېټ كې چې يې پېرودونكي پيدا كړل، خپل محصولات پلوري.
نوموړې له دولت څخه غواړي چې د سوداګرۍ په برخه كې ښځو ته ټريننګونه وركړي او دا زمينه ورته برابره كړي چې په خپلې سوداګرۍ كې برياليتوب ترلاسه كړي.
خو بلخوا د آيسا د عامه اړيكو مسوول روح الله عشرت احمدزى بيا وايي، د سوداګرو ښځو لپاره د فرصتونو د موندلو په لار كې له هغوى سره تل همغږي دي او هغوى ته د سوداګريزو فعاليتونو او صنعتي پاركونو د جواز اخيستو فرصتونه برابروي: (( كه څه هم د بازار موندنې په برخه كې له سوداګرو ښځو سره مرسته كوو، خو د ماركيټينګ مسووليت هم د حكومت پر غاړه دى او هم پخپله سوداګرې ښځې يې مسووليت لري.))
د احمدزي په وينا، هر كله چې په كوم هېواد كې نندارتون جوړېږي، افغانستان ته پكې ونډه وركول كېږي، خو دا نشي كېداى چې ټولې سوداګرې ښځې دې پكې ګډون وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


