په داسې حال کې چې ناامني او سیمه ییز رقابتونه لا هم د ټاپي پروژې ( د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نل لیکې غځېدل) د پلې کېدو پر وړاندې د سترو ننګونو په توګه مطرح دي، د دغې پروژې د تطبیق لپاره ابتدايي چارې پیل شوې او ممکن تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې ګتې اخستنې ته وسپارل شي.
په داسې حال کې چې ناامني او سیمه ییز رقابتونه لا هم د ټاپي پروژې ( د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته د ګازو د نل لیکې غځېدل) د پلې کېدو پر وړاندې د سترو ننګونو په توګه مطرح دي، د دغې پروژې د تطبیق لپاره ابتدايي چارې پیل شوې او ممکن تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې ګتې اخستنې ته وسپارل شي.
په تازه انکشاف کې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي چې د دغې مهمې او حیاتي نل لیکې د غځولو اړوند تخنیکي مطالعه به د یوه کال په اوږدو کې بشپړه او تر هغه وروسته به د ګازو د نل لیکي عملي غځېدل پیل شي.
د ټاپي پروژې د ترسره کېدو په اړه وروستی پرمختګ د ۲۰۱۰ میلادي کال په ترڅ کې رامنځته شو. د دغه کال په اوږدو کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان او ترکمنستان مشرانو هوکړه وکړه چې دا پروژه بشپړه او تطبیق شي. په دغه ناسته کې د څلورو واړو هېوادونو مشران په دې سلا شول چې د ټاپي پروژې لپاره د عملي چارو ابتدايي هڅې د ۲۰۱۴ میلادي کال کې په ترڅ کې پیل او په ۲۰۱۷ میلادي کال عملا ګټې اخستنې وسپارل شي.
د ټاپي پروژې لومړۍ طرحه په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې راپورته شوې وه، خو تر ننه د بېلابېلو ستونزو ( ګاونډیانو د مداخلې، ناامنۍ، د طالبانو د واکمنۍ، د بهرنیو کمپنیو لکه یونیکال او بریډاس) ترمنځ د سیالیو له کبله له عملي کېدو پاتې وه. خو اوس اوس د کانونو وزارت چارواکي وايي چې د دغې پروژې د ترسره کېدو په هدف تخنیکي مطالعه پیل شوې او د شاوخوا ۱۱ ملیارده ډالره په لګښت به بشپړه شي. د کانونو وزارت د پټرولیم رئیس جلیل جمراني وايي چې دا پیسې په ګډه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو له لوري ورکول کېږي.
د جمراني خبره ده، که چېرې حالات ښه وي او د ترکمنستان او ګټونکې کمپنۍ ترمنځ په خپل وخت قرارداد لاسلیک شي، دا پروژه به تر درېیو کلونو پورې بشپړه شي. نوموړی وايي: (( که دا موافقه د راتلونکي کال تر نیمایي پورې وشي؛ په درېیو کلونو کې انشاالله نل لیکه جوړیږي او ګاز به همدې درېیو هېوادونو ته ورسیږي.))
که چېرې د ټاپي پروژې غځېدل یقیني شي، نو د ګازو د لېږد لپاره به شاوخوا ۱۷۳۵ کیلومټره پایپ لاین د ترکمنستان له دولت څخه د افغانستان د تورغنډي بندرله سیمې پیل او د فراه، هرات، هلمند، نیمروز او سپین بولدک بندر له لارې به د پاکستان کوټې او له هغه ځایه هند ته وغځېږي.
دا لویه پروژه سره له دې چې هند، پاکستان او ترکمنستان ته ډېره ګټوره ده، د افغانستان لپاره هم ډېره حیاتي بلل کېږي. د دغې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره او نږدې شپږ زره امنیتي ځواک ته به اړتیا ولري.
د شوي تړون له مخې افغانستان، پاکستان او هندوستان په دې پروژه کې یو ډول حقوق لري. همدا راز باید ویل کېږي چې له دې درکه افغانستان ته هر کال څلورنیم سوه ملیونه ډالره ګټه رسیږي او له ګازو څخه يې هم ګټه پورته کولای شي.
همدا راز د دې پروژې په قرار داد کې راغلي، که چېرې په نل لیکه کې ګنجایش وي، افغانستان کولای شي په خپل هېواد کې دننه تولید شوي ګاز اضافي ګاز هم پاکستان او هندوستان هېوادونو ته ولېږدوي.
د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې د دې پروژې د عملي کېدو په هدف له اړوندو او مشترکو هېوادونو سره یې ډپلوماتیکې هڅې تېزې کړې دي. د دې وزارت د اقتصاد رئیس ښاغلي وحیدالله ویسي هیله ښودلې چې ټاپي پروژه به په پنځو پړاوونو کې تر راتلونکو درېیو کلونو پورې بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شي. نوموړي ازادۍ راډیو ته ویلي: (( د دې پړاوونو د بشپړېدو لپاره ۲۰۱۷ کال وټاکل شو، موږ اوس د دې پروژې په درېیم پړاو کې واقع یو، د پروژې کار ډېر ښه په مخ ځي، تر ۲۰۱۷میلادي کاله پورې به ګاز د دې نل لیکې په وسیله عملي جریان پیدا کړي، زه ځکه خوشبین یم چې د افغانستان له خوا له اړوندو هېوادونو سره سیاسي هڅې روانې دي.))
د ټاپي امنیت
یو له هغو مواردو څخه چې د ټاپي پروژې عملي کېدو ته لارې چارې برابروي، د دغې پروژې امنیت ساتنه ده. د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د بهرنیو عسکرو وتلو، په دې رابطه اندېښنې څو برابره کړي او داسې انګېرنې شته چې افغان ځواکونه به په یوازې سر د دومره سترې پروژې امنیت خوندي نه کړای شي.
د هغو ارقامو له مخې چې د کورنیو او دفاع وزارتونو له لوري ورکړل شي، څرګندېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو شمېره نږدې ۳۹۵ زره تنو ته رسېږي او کولای شي چې په ډېره اسانۍ د دغې پروژې امنیت تامین کړي. د کورنیو چارو وزارت په دې اړوند لا وړاندې خپل غبرګونه څرګند کړی دی. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په وار وار ویلي چې پولیس د ټاپي پروژې د امنیت د ټینګولو لپاره پوره چمتووالی لري. صدیقي وايي: (( زموږ پوليس د هرې لویې اقتصادي پروژې د امنيت لپاره چمتو دي. په ځانګړې توګه، که د ټاپي لويه پروژه عملي شي، موږ کولی شو د دغې پروژې امنيت ونيسو.)) د کانونو وزارت هم ويلي چې کورنيو چارو وزارت ور سره د لس زره امنيتي ځواکونو د مرستې جدي ژمنه کړې ده.
د مزاحمت نښې
نښې نښانې ښيي چې روسیه، امریکا او اروپایې ټولنه د افغانستان له لارې هند ته د ټاپي پروژې له غځېدو سره بشپړ توافق لري، خو په سیمه کې د ګاونډي هېواد ایران په اړه ویل کېږي چې د دغې پروژې له تطبیق څخه ناخوښه دی او د همدې لپاره یې د خپل هېواد د سولې د ګازو د نل لیکي د غځولو لپاره لستونې رابډوهلي دي.
ایران په ظاهره تراوسه د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نل لیکي غځېدل نه دي نقد کړي، خو هڅې او کوښښونه یې سخت شک پاروونکې دي.
د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په میاشت کې د ایران او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ایران د سولې د نل لیکي له لارې پاکستان ته د ګازو د انتقال پر سر خبرو اترو، دغه شکونه اوس په یقین بدل کړي. د ۱۳۹۱ لمریز کال د کب په ۴مه د پاکستان کابینې د ایران د ګازو د سولې د نل لیکې له لارې د ګازو د انتقال موضوع تصویب کړه.
که څه هم هغه مهال امریکا پاکستان تر فشار لاندې ونیو او د بندویزونو د لګولو ګواښ یې ورته وکړ، خو سمدستي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم خان په تونده ژبه وویل چې(( پاکستان بهرني فشارونه په تېره بیا د امریکا)) فشارونه د سولې د نلل لیکې په اړه نه مني.
په پام کې ده چې پاکستان ته د ایران د ګازو د سولې نل لیکې پروژه د ۲۰۱۵ میلادي تر جنورۍ پورې بشپړه شي. دا لا څه کوې چې هماغه وخت ایراني لوري له پاکستان سره دا ژمنه هم وکړه چې په پاکستان کې به د دغې نل لیکې د غځېدو په هدف دغه هېواد ته ۵۰۰ ملیونه ډالره پور هم ورکړي.
کله چې په ۱۳۹۱ لمریز کال د پاکستان او ایران ترمنځ د سولې د نل لیکې د غځېدو په اړه هوکړه وشوه، د کانونو وزارت چارواکو او یو شمېر مبصرینو وویل چې دا پروژه به د ټاپي پروژې چارې وننګوي.
د کانونو وزارت د اکتشاف او تفحص متخصص او د ټاپي پروژې د تخنیکي چارو یوه غړي امیززاده خوستي کلید ته داسې ویلي وو: (( از آنجا كه ايران در تلاش اين بود؛ تا مسير تاپی را تغيير دهد اما تلاش های آنها به نتيجه نرسيد و كشورها توافق كردند پايپ لاين از افغانستان عبور كند اما ايران آرام ننشست و تلاش كرد تا زمينه انتقال خط لوله گاز خود را به پاكستان فراهم كند كه كار آن جريان دارد.))
خوستي هغه مهال دا خبره هم کړې چې پاکستان په ظاهره د ټاپي پر پروژې خوښي څرګندوي، خو لکه څنګه چې له دغې پروژې هند او افغانستان هم ګټه پورته کوي، دا هېواد په هېڅ ډول د دغسې یوه امر د تحقق پلوی نه دی. ښاغلي خوستي زیاته کړې وه: ((ما از پاکستان سوال کردیم که چرا همزمان هم روی پروژه تاپی کار می کنید و هم گاز از ایران خریداری می کنید؛ جانب پاکستان برای ما گفت به گاز بیشتر ضرورت داریم.))
د منتقدینو په باور د سولې نل لیکې ته د اسلام اباد راماتول، یا په بله معني د سولې د نل لیکې له لارې پاکستان ته د ایران د ګازو انتقال، په څرګنده ښيي چې ایران د ټاپي پروژې د شنډولو هڅه کړې ده.
اوس سره له دې چې د ټاپي پروژې د مطالعې چارې د پیلېدو په حال کې دي او وړاند وینه کېږي چې دا پروژه به تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې بشپړه شي، خو ځینې منتقدین وايي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر جنورۍ پورې پاکستان ته د ایران د سولې نل لیکې پروژې په غځېدو سره، ممکن بیا هم د ټاپي پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
خو د المان غز( دویچه وله راډیو) بیا د کانونو وزارت د پټرولیم رئیس جلیل جمراني له خولې په خپل یوه راپور کې راوړي، ((هیچ نشانه ای از این که ایران چنین تلاشی را انجام دهد وجود ندارد)). د همدې په دوام د جمراني په حواله نقل شوي، ټاپي پروژه له ایران څخه پاکستان ته د ګازو پر انتقال هېڅ اغېز نه لري، ځکه په خبره یې د ایران ګاز په یوازې نشي کولای چې د پاکستان اړتیاوې پوره کړي.
همدا راز جمراني ویلي : (( موږ دا خبرې یوازې په رسنیو کې اورو، موږ هېڅکله دا مسایل نه دي لیدلي، ایران خپل ګاز پلوري او د پاکستان او هند اړتیاوې نشي پوره کولای، نو د دې لپاره دا دواړه هېوادونه باید له ترکمنستان څخه ګاز وپېري.))
جمراني د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې، په هغه صورت کې چې په دغه پروژه کې څلور واړه شریک هېوادونه سره توافق ولري، د تطبیقېدو په اړه هېڅ خنډ نه لیدل کېږي: (( که چېرې افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان وغواړي، دا کار کېږي او که ونه غواړي، دا کار نه کېږي، موږ ګورو چې دا څلور واړه هېوادونه دا پروژه غواړي.))
سرچینې
د کلید اوونیزې د ۱۳۹۱ او ۹۲ کلونو ارشیف
د کلید ګروپ ویب پاڼهhttp://www.tkg.af /
افغان زریزه ویب پاڼه http://www.afghanzariza.com/
ازادي راډیوhttp://www.azadiradio.org/
http://www.dw.de
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


