د عراق په شمال کې په دوو جلا بريدونو كې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې، په دې پرونيو پېښو کې خونړى بريد د کرکوک ښار ته نژدې د پوليسو پر يوې پوستې ځانمرګى بريد و، چې له كبله يې لس تنه وژل شوي او
د عراق په شمال کې په دوو جلا بريدونو كې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې، په دې پرونيو پېښو کې خونړى بريد د کرکوک ښار ته نژدې د پوليسو پر يوې پوستې ځانمرګى بريد و، چې له كبله يې لس تنه وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان دي.
ويل کېږي، عراق په دې وروستيو کې له ډېرېدونکو بريدونو سره مخ دى، چې تر ډېره امنيتي ځواکونه او شىعه عام وګړي په کې په نښه کېږي.
ناکرارۍ په لومړي سر کې د سني مذهبو عرب اقلىتونو ترمنځ له دې کبله راپورته شوې، چې د ادعاوو له مخې د شىعه ګانو په مشرۍ حکومت او امنىتي ځواکونو له دوى سره ناسم چلند کړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


